وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال عمومي کانکور ازموینه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

wu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
د ۱۴۰۵ه.ش کال ازموینه پای ته ورسیده

نن، شنبه، د ۱۴۴۷.ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۹مه نېټه،  وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال عمومي کانکور ازموینه په بریالۍ توګه پای ته ورسېده. 
د ازموینې دغه درې ورځنی بهیر، چې د میدان وردګو ولایت د زرګونو تنو ځوانانو تحصیلي سرنوشت ورپورې تړلی و، د امن، نظم او بشپړ شفافیت په فضا کې تر سره شو.

د ازموینې پروسه د ازموینو عمومي ادارې پلاوي او پوهنتون د مشرتابه تر مستقيم نظارت لاندې، د علمي کادر غړو، اداري کارکوونکو، انظباط محصلینو او امنیتي ارګانونو په پیاوړې همکارۍ پر مخ ولاړه. 

وردګ پوهنتون مشرتابه له ټولو هغو ادارو او افرادو څخه چې د دغه علمي بهیر د شفافیت او په سمه او سالمه توګه د ترسره کیدو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې همکارۍ وکړې، د زړه له کومې مننه او قدردانی کوي.

د پوهنتون مشرتابه د شفافیت، امانتدارۍ او علمي اصولو په رڼا کې د کانکور ازموینې له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او ژمنه کوي چې د هېواد د ځوان نسل لپاره به همداسې باوري، منظمه او مسلکي فضا رامنځته کوي.

عامه پوهاوی، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ رغنیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي د نیمه‌کارې ودانۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۲:۴۶
Background image

علمي کادر غړو ته د برېښنايي ټولګي Google Classroom د کارونې ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون برېښنايي زده کړو کمېټې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او د برېښنايي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د برېښنايي ټولګي. . .

BACK TO NEWS