مدیریت عمومی تدارکات
د تهیې او تدارکاتو عمومي مدیریت د مالي او اداري چارو د معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، دغه مدیریت په ۱۳۹۶ کال کې منظور شو. د دغه مدیریت په بنسټیزو دندو کې د مؤسسې په کچه د اړتیا وړ اجناسو او خدمتونو د چمتوکولو په موخه له ټولو پوهنځیو، آمریتونو او مدیریتونو څخه د غوښتنو راټولول او توحیدول؛ د نرخ اخیستنې، پېرودنې او تړونونو د مدیریت له لارې د غوښتل شوو اجناسو او خدمتونو د تهیه کولو د پړاوونو ترسره کول؛ د تهیې او تدارکاتو د پلان مطابق د اړتیا وړ اجناسو او خدمتونو د تهیه کولو په موخه د داوطلبۍ د اعلانونو ترتیب او د هغو د پړاوونو ترسره کول. د داوطلبو مراجعو او کمپنیو له لارې د اجناسو، خدمتونو او ساختماني چارو د چمتو کولو په موخه د آفرونو اصول عملي کول. د مناسبو آفرونو د ټاکنې په موخه اړوند کارپوه ته د کمپنیو او شرکتونو د آفرونو اسناد وړاندې کول؛ شامل دي. د دغه مدیریت ترچتر لاندې د اجناسو او ډيپوګانو مدیریت هم شتون لري، چې د ټولو پېرودل شوو اجناسو د ثبت او توزیع دنده پرغاړه لري.