علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.

wu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۵۷
سمینار علمی مقاله لیکنه


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې” تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ بشپړه پېژندنه وړاندې کړه. نوموړي د یاد ورکشاپ موخې، ارزښت او اړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه، چې دغه علمي پروګرام به په دوامداره ډول له اتو تر لسو اونیو پورې، په هره اونۍ کې دوه ورځې ترسره کېږي.

د ورکشاپ د وړاندې کولو چارې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، پر غاړه لري. ټاکل شوې ده نوموړی د ورکشاپ په جریان کې د څېړنو د مېتودولوژۍ اړوند بېلابېل موضوعات، علمي اصول، څېړنیزې لارې چارې او د علمي لیکنو معیاري میتودونه په هر اړخیز او عملي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړي.

همدا راز د ورکشاپ په لړ کې به د علمي او څېړنیزې مقالې ټول مهم پړاوونه او اړخونه په عملي بڼه تشریح او تطبیق شي، څو ګډونوال وکولای شي معیاري او علمي څېړنې په مسلکي ډول ترسره کړي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۳
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د میدان وردګو ولایت والي د دغه ولایت د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا وردګ پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو په پراخ ګډون یې په یوه ستره غونډه کې وینا وکړه.

په دغه لیدنه کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس شیخ مولوي شریف‌الدین نقره‌کار، د علماوو شورا رئیس شیـ خ مولوي عبدالهادي فضلي او امنیه قوماندان شیـ خ مولوي عبدالحق. . .

BACK TO NEWS