د وردګ پوهنتون د رئیس پیغام

وردګ پوهنتون د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو، کلتوري ویښتابه، اقتصادي پرمختګ او نورو علمي برخو کې د لوړو زده­ کړو او علمي کادرونو د روزنې یو پوهنیز او اکاډمیک مرکز دی، چې له جوړېدو یې نږدې یوه لسیزه تېرېږي.دغه اکاډمیک مرکز د خپل جوړښت په لومړۍ لسیزه کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او قوانینو سره سم د پنځو پوهنځیوپه لرلو سره سلګونه زده کړیالان په ملي او اسلامي روحیه سمبال ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړې دي.علمي او اکاډمیک بنسټونه د ټولنې په کچه د پوهې او پرمختګ  دنده پرغاړه لري، او د بشري ټولنو د علمي او فکري لوړتیا سرچینې ګڼل کيږي.له همدې کبله وردګ پوهنتون؛ لوړو زده کړو ته لاسرسی یوه اسلامي وجیبه،ملي اړتیا، د سیمې او نړۍ په کچه سیال حیثیت ته د رسیدو په لاره کې یوازینۍ منطقي او بنسټیزه لاره ګڼي.وردګ پوهنتون د همدغو اسلامي او ملي اړتیا پربنسټ په ۱۳۹۳ کال کې د یوې ولسي غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوه او د یوه ولسي عزم  او ملاتړ په پایله کې د ملی سوداګرو، قومی مشرانو، فرهنګیانو او استادانو په مرسته یې لومړنۍ بېخبناوې پر پښو ودرېدې او فعالیت یې پیل کړ. یاد پوهنتون که څه هم په تېرو لسوکلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې له نړیوالو اسلامي،اکاډمیکو او پوهنیزو آرونو سره سم په بېخبنایي او مخبنایی برخو کې د پراختیا جوګه شي، او د هېواد په کچه د یو روښانه پوهنیز نظام جوړولو لپاره په کمي او کیفي توګه د کادرونو روزنه او د هغوی د علمي او مسلکي ځواک لوړتیا رامنځته کړي. وردګ پوهنتون په ټولو کاري برخو کې د دوامدارې عصري کېدنې په موخه په پلان کې لري، چې د استادانو ځاني ارزونې او پوهنیزې لوړتیا ته زمینه مساعده کړي او د هېواد په کچه محسوسو اړتیاوو ته په کتو سره، د علمي لاسته راوړونو په رڼا کې ټولنیزو اړتیاووته د ځواب وینې په موخه خپل پوهنځي او دیپارتمنتونه پر علمي او عصري معیارونو سمبال کړي. وردګ پوهنتون دا خپل رسالت بولي، چې د زده ­کړې، تحقیق او تدریس لپاره آرام، هوسا، په علمي او اکاډمیکو معیارونو برابر چاپېريال رامنځته کړي،ترڅو زده ­کړیالان په پوره ډاډ او اطمینان سره وکولای شي، په دغه پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.د یو ريښتونې اسلامي ټولنې اخلاق د پوهو او زده­ کړو یووګړو له فکرونو سرچینه اخلي، له همدې کبله د هر ډول فساد په وړاندې مبارزه کول زموږ فردی او اجتماعی دنده ده، چې د یو دیني مسؤلیت په توګه به هېڅکله هم له پام ونه لويږي. وردګ پوهنتون هڅه کوي، خپل زده ­کړیالان پر هغو اخلاقي ځانګړنو سمبال کړي، چې ټولنه یې له موجودیت څخه خوند واخلي او خلک ورته د خپلو اوږو بار نه، بلکې د خپلې مشال لرونکې امسا په سترګه وګوري.

په درنښت

الحاج شیخ الحدیث مولوي محمد عابد "حقاني"

د وردګ پوهنتون رئیس

     
     

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې په آنلاین رسنیو کې د سوداګريزو خبرتياوو رول او سي‌وي لیکنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو

د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم، د وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «کارموندنې په پار په آنلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول او سي‌وي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۱۴
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د کرنې پوهنځي وداني

ولسي تعمیر ودانۍ

وردګ پوهنتون لویه دروازه

د ښوونې او روزنې پوهنځي وداني

د څیړنیز مرکز وداني

وردګ پوهنتون مسجد