علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.

wu_admin
Wed, May 13 2026 10:57 AM
سمینار علمی مقاله لیکنه


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې” تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ بشپړه پېژندنه وړاندې کړه. نوموړي د یاد ورکشاپ موخې، ارزښت او اړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه، چې دغه علمي پروګرام به په دوامداره ډول له اتو تر لسو اونیو پورې، په هره اونۍ کې دوه ورځې ترسره کېږي.

د ورکشاپ د وړاندې کولو چارې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، پر غاړه لري. ټاکل شوې ده نوموړی د ورکشاپ په جریان کې د څېړنو د مېتودولوژۍ اړوند بېلابېل موضوعات، علمي اصول، څېړنیزې لارې چارې او د علمي لیکنو معیاري میتودونه په هر اړخیز او عملي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړي.

همدا راز د ورکشاپ په لړ کې به د علمي او څېړنیزې مقالې ټول مهم پړاوونه او اړخونه په عملي بڼه تشریح او تطبیق شي، څو ګډونوال وکولای شي معیاري او علمي څېړنې په مسلکي ډول ترسره کړي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Jun 10 2026 3:44 PM
Background image

د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د ژوند او فکري میراث تر سرليک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.

وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلینو ته د «شمس الشهدا شهید امیرالمؤمنین ملا. . .

Wed, Jun 10 2026 9:19 AM
Background image

د افتخاري شیوخو کرامو د اصلاحي درسونو په دوام، د شیخ الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلي صاحب له لوري اصلاحي او فکري وینا وړاندې شوه

 

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو پر بنسټ، د افتخاري شیوخو کرامو د دیني، فکري او اصلاحي درسونو د لړۍ په دوام، د وردګ پوهنتون کې ځانګړې اصلاحي او فکري ناسته ترسره. . .

Wed, Jun 03 2026 10:54 AM
Background image

د وردګ پوهنتون «وردیکا علمي ـ څېړنیزې» داخلي مجلې د لومړۍ دورې لومړۍ ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه

یاده مجله چې د ټولنیزو علومو په برخه کې فعالیت کوي، د بېلابېلو لیکوالانو دوولس (۱۲) علمي او څېړنیزې مقالې پکې ځای پر ځای شوې دي. د دغو مقالو موخه د علمي څېړنو دودول، د څېړنیزو موندنو. . .

BACK TO NEWS