د کمپیوټر ساینس پوهنځی اوسنی وضعیت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري، د وردګ پوهنتون د وړاندیز پر بنسټ، منظور او خپل علمي فعالیتونه یې په همدې تحصیلي بنسټ کې پیل کړل. دغه پوهنځی، چې د نوې علمي واحد په توګه یې لومړني ګامونه اخیستل، له ګڼو ننګونو سره مخ و؛ له یوې خوا نوی تاسیس شوی پوهنځی و او له بلې خوا یې د استادانو شمېر محدود او ډېری یې د تدریس او علمي چارو په ډګر کې نوي وو. د امکاناتو کموالی او د اداري او علمي فعالیتونو د مدیریت نوې تجربه هغه ستونزې وې چې د پوهنځي مسؤلینو ورسره مبارزه کوله. خو د ځوانو او ژمنو استادانو پیاوړي عزم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ملک د ځوان نسل د روزنې ژوره ژمنتیا او د خدمت روحيې، دا ټولې ننګونې د پرمختګ پر فرصتونو بدلې کړې. دوی د پوهنتون د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنه او همکارۍ، په نه ستړې کېدونکو هڅو د پوهنځي بنسټونه پیاوړي کړل، علمي او اداري چارې یې منظمې کړې او دې نوې علمي کښتۍ ته یې د پرمختګ نوی بهیر وروباښه. نن ورځ د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وردګ پوهنتون د فعالو او مخ پر ودې پوهنځیو په کتار کې خپل ارزښتناک ځای خپل کړی او په بشپړ چمتووالي خپلو علمي فعالیتونو ته دوام ورکوي.
اوس مهال د کمپیوټر ساینس پوهنځی دوه فعالې څانګې لري؛ د معلوماتي سیستمونو څانګه او د شبکو انجنیري څانګه، چې دواړو ته مسلکي آمران ټاکل شوي او خپلې چارې په منظم او عادي ډول پرمخ وړي. د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د کانکور له لارې ۱۲۴ تنه، د ۱۴۰۲ هـ.ش کال په کانکور کې ۱۴۲ تنه، د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په کانکور کې ۸۹ تنه او د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په کانکور کې ۹۴ تنه محصلان د ملک له بېلابېلو ولایتونو څخه دې پوهنځي ته بریالي شوي دي. دا مهال د پوهنځي د محصلینو ټولیز شمېر ۴۴۹ تنو ته رسېږي. همدارنګه، په پوهنځي کې اوس مهال ۹ تنه علمي کادر غړي د تدریس، څېړنې او نورو علمي چارو د تنظیم او پرمخ وړلو مسؤلیت پر غاړه لري. د وخت په تېرېدو د پوهنځي ډېری لومړنۍ ستونزې هوارې شوې، د استادانو شمېر زیات شوی، علمي ظرفیتونه پیاوړي شوي او د نوو څانګو په پرانیستلو سره د پرمختګ او ودې بهیر لا چټک شوی دی.