دزراعت پوهنځي درئیس بیوګرافی

د اړیکې شمیره: 0704275115

بریښنا لیک: karimamin500@gmail.com

د پوهنمل دوکتور عبدالکریم امین ژوند لیک

پوهنمل دوکتور عبدالکریم امین د محمد امین زوی دی، چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د طاقدوز کلي په یوه روڼ‌اندې او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.

نوموړي خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي (بکالوریا) پورې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د سلطان مسعود په عالي لېسه کې په اعلی درجه بشپړې کړې دي. وروسته یې د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی د هارټیکلچر څانګې ته بریالیتوب ترلاسه کړ او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې د لېسانس دوره په اعلی درجه پای ته ورسوله.

د استادۍ له مسلک سره د ځانګړې علاقې له امله، ښاغلي امین په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د علمي کادر د ازموینې له لارې په وردګ پوهنتون کې د استاد په توګه دنده پیل کړه او د علمي او تدریسي چارو په برخه کې یې خپل خدمت ته دوام ورکړ.

نوموړي خپله د ماسټرۍ دوره د Postharvest Technology په برخه کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د هند هېواد په University of Horticultural Sciences, Bagalkot کې په بریالیتوب سره بشپړه کړه او بېرته یې خپلې مقدسې دندې ته دوام ورکړ. وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د لزوم‌دید پر بنسټ، په رسمي توګه د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په توګه مقرر شو. نوموړي د یوې مودې لپاره د پوهنتون د سرپرست رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

وروسته یې د لوړو زده کړو د دوام په موخه، د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو کې د چین هېواد په Anhui Agricultural University کې د دوکتورا زده کړې پیل کړې او په ۲۰۲۴ میلادي کال کې یې خپله دوکتورا په بریالیتوب سره په اعلی درجه بشپړه کړه.

د دوکتورا تر بشپړولو وروسته، نوموړی د خپل هېواد او خلکو د خدمت په موخه بېرته افغانستان ته راستون شو او یو ځل بیا یې په وردګ پوهنتون کې علمي او اداري فعالیتونه پیل کړل. دا مهال پوهنمل دوکتور عبدالکریم امین د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځی د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي د خپلې دندې او تحصیل پر مهال له یو شمېر دولتي او غیردولتي ارګانونو څخه ګڼ شمېر تقدیرنامې او ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي. همدارنګه، یو شمېر علمي آثار یې په ملي او نړیوالو معتبرو علمي ژورنالونو کې خپاره شوي دي. نوموړی د ملي ژبو تر بشپړ بلدیت سربېره، په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کولای شي.

شماره تماس: 0704275115

ایمیل: karimamin500@gmail.com