Quality Improvement Directorate

د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت د تضمین آمریت په ۱۳۹۹ هجري شمسي کال کې په غیر رسمي ډول په فعالیت پیل وکړ او له دې سره یو ځای د کیفیت لوړاوي کمېټه هم جوړه شوه، د همدې فعالیت په پایله کې د کیفیت لوړاوي پروسه پیل شوه، په ۱۴۰۱ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کیفیت لوړاوي آمریت په رسمي ډول د وردګ  لوړو زده کړو مؤسسې په تشکیل کې ایجاد شو او اوس مهال د عمومي آمر تر څنګ د کیفیت لوړاوي د عمومي مدیریت بست هم ورکړل شوی. د دې آمریت ورځني کارونه د دندو د لایحې مطابق په لاندې ډول دي: د پوهنتون د رئیس، معاونیونو او د پوهنځیو د رئیسانو سره په مشوره د پوهنځیو د علمي او تدریسي چارو کنټرول او نظارت؛ د ځان ارزونې او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې له نورو کړنو د تطبیق له برنامو څخه نظارت؛ اړونده برخو ته د اجراآتو په موخه د کیفیت لوړاوي کمیټې د مکتوبونو او پریکړو استول او نورې هغه دندې ترسره کول چې د کیفیت لوړاوي په برخه کې د مربوطه آمر له لوري ورته سپارل کیږي. د کیفیت لوړاوي آمریت چارې د نهو غړو ( له هر پوهنځي څخه د یو یو استازي په همکارۍ سره) ترسره کېږي.