Quality Improvement Committee

د کیفیت لوړاوي عمومي کمېټه په ۱۳۹۹ کال کې د کیفیت لوړاوي آمریت له ایجاد سره سمه رامنځته شوه، چې د پوهنتون په کچه په ټولو برخو کې د چارو د لا ښه سمون او کیفیت لوړاوي په برخه کې فعالیت کوي. دغه کمېټه د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ د پوهنتون د ټولو برخو څارنه او ارزونه ترسره کوي. د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د پوهنتون په ټولو برخو کې د کیفیت ښه والی رامنځته کول، د پوهنتون د اعتبار ورکوونې پروسې، زده کړه ييزو برنامو او نورو فعاليتونو څخه نظارت کول. د پوهنتون په سطحه  د کیفیت لوړاوي برنامو له تطبيق څخه څارنه کول، د پوهنتون، پوهنځیو او دیپارتمنتونو په کچه ځاني ارزونه ترسره کول. د علمي برنامو دوره­یي کتنه (PPR) ترسره کول، د پوهنتون په کچه کلنی نظارت (APR) ترسره کول، د کتابتون او لابراتورونو له تجهیز او ګټې اخیستنې څخه څارنه کول، د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د جوړو شویو کمېټو د کړنو ارزیابي کول او بلآخره په ټولو برخو کې د فیډبکونو چمتو کول او د هغو له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول. د کیفیت لوړاوي په برخه کې وردګ پوهنتون لومړۍ مرحله په بریالیتوب سره ترسره کړې او د دوهمې مرحلې لپاره یې بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی.