سمینار کاربرد هوش مصنوعی

wu_admin
Sat, May 02 2026 10:36 AM
سمینار کاربرد هوش مصنوعی

د نباتي امراضو په تشخیص کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې علمي کنفرانس ترسره شو

د معاصرې ټکنالوژۍ او کرنیزو علومو د همغږۍ په موخه، د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي، د مسلکي پراختيا آمریت په همکارۍ، د “نباتي امراضو تشخیص په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې” تر سرلیک لاندې یو مهم او علمي کنفرانس ترسره شو.
دغه علمي کنفرانس چې د کرنیزو زده کړو د نوښت، عملي مهارتونو د لوړولو او د نوې ټکنالوژۍ د پېژندنې په موخه جوړ شوی و، د کرنې پوهنځي استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ترڅنګ د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو شمېر استازو هم پکې ګډون کړی و.
د کنفرانس په پرانیسته کې د وردګ پوهنتون سرپرست رئیس او د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهنوال دوکتور خیبر سیفي، د کرنې پوهنځي رئیس، پوهنمل دوکتور عبدالکریم امین او د میدان وردګو ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو د مصنوعي ځیرکتیا د اهمیت، اړتیا او په کرنیز سکتور کې د هغې د اغېزمنې کارونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغوی ټینګار وکړ چې معاصر کرنیز پرمختګونه د نوې ټکنالوژۍ له کارونې پرته ناشوني دي او مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د نباتي امراضو د تشخیص بهیر چټک، دقیق او اقتصادي کړي.
د کنفرانس علمي او عملي برخه د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي له لوري وړاندې شوه. نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د نباتي امراضو د پېژندنې بېلابېل میتودونه، عملي بېلګېw او تخنیکي لارې چارې ګډونوالو ته تشریح کړې، چې د محصلینو له پراخې علاقې او علمي پوښتنو سره مل وې.
ګډونوالو د دې کنفرانس له لارې وکولای شول د کرنې او ټکنالوژۍ د ګډو حل لارو په اړه نوې علمي تجربې ترلاسه کړي او د نباتي ناروغیو د تشخیص په برخه کې د عصري وسایلو د کارونې له ګټو سره اشنا شي.
د وردګ پوهنتون مسؤلین وايي، د داسې علمي پروګرامونو ترسره کول د محصلینو د عملي مهارتونو او د هېواد د کرنیز سکتور د عصري کولو لپاره اړین ګام دی، او ټینګار کوي چې دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Aug 18 2026 12:35 PM
Background image

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي او د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور عبد الکریم امین له لوري د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له رئیس مولوي محمد رحیم نعماني سره د نوموړي. . .

Mon, Aug 17 2026 12:43 PM
Background image

د وردګ پوهنتون «وردیکا» علمي څېړنیزې مجلې لومړۍ ګڼه چاپ او رسما له اړوند برخو سره شریکه شوه.

د وردګ پوهنتون له خوا خپرېدونکې «وردیکا علمي څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه چاپ او په رسمي ډول له اړوندو ادارو سره شریکه شوه.

په دې ګڼه کې د ټولنیزو علومو په برخه کې د بېلابېلو څېړونکو ۱۲. . .

BACK TO NEWS