وردګ پوهنتون کې د میدان وردګ ولایت د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې بهیر رسماً پیل شو

wu_admin
Thu, May 14 2026 10:33 AM
د کانکور ازمویني بهیر رسما پیل شو

نن، پنجشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې میاشتې  ۲۷مه نېټه ، وردګ پوهنتون کې د میدان وردګو ولایت د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې بهیر په رسمي ډول پیل شو. 
د دغه ازموینې د پرانیستې مراسم، چې د پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شول، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
ورپسې، د وردګ پوهنتون سرپرست رئیس او د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور خیبر سیفي، د ازموینو عمومي ادارې پلاوي، استادانو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ د کانکور ازموینې ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ازموینې بهیر باید د شفافیت، امانت‌دارۍ او بشپړ دقت په فضا کې ترسره شي. 

هغه همداراز د ازموینو عمومي ادارې، امنیتي ځواکونو او نورو همکارو برخو څخه د هر ډول همکارۍ په پار مننه وکړه.

له هغه وروسته، د ازموینو عمومي ادارې په استازولۍ د کابل پوهنتون استاد پوهنمل صلاح‌الدین مومند د ازموینې اړوند معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، د میدان وردګو ولایت د کانکور ازموینه به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښوونځیو فارغانو، د دیني مدرسو طالب‌العلمانو او څوارلسم پاسانو ګډون کړی دی. نوموړي د وردګ پوهنتون د مسؤلینو له مېلمه پالنې، صمیمانه چلند او همکارۍ څخه هم مننه وکړه.
همداراز، د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر مولوي سید محمد حقاني هم وینا وکړه او ګډونوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې اړینې سپارښتنې وړاندې کړې.
په پای کې، د پوښتنپاڼو صندوقونه د دوو تنو نوماندانو په حضور کې پرانیستل شول او اړوندو استادانو ته وسپارل شول.
عامه پوهاوی، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Aug 18 2026 12:35 PM
Background image

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي او د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور عبد الکریم امین له لوري د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له رئیس مولوي محمد رحیم نعماني سره د نوموړي. . .

BACK TO NEWS