وردګ پوهنتون کې د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه ایجاد شوه

wu_admin
Sat, Sep 13 2025 10:34 AM
وردګ پوهنتون کې د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه ایجاد شوه.

بسم الله الرحمن الرحیم

وردګ پوهنتون کې د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه ایجاد شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د پوره  پاملرنې او همکارۍ له مخې، د وردګ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د اسلامي ثقافت نوې غیر فارغ ورکوونکې څانګه رسماً ایجاد شوه. دا علمي او ارزښتناک نوښت د وردګ پوهنتون د مشرتابه له خوا وړاندیز شوی و، چې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا لخوا تائید شو او رسمي بڼه یې ومونده.

یاده څانګه به د اسلامي تمدن، عقیدې، اخلاقو، فرهنګ، او فکري ارزښتونو په برخه کې د محصلینو لپاره مسلکي زده‌کړې وړاندې کړي، ترڅو د اسلامي ټولنې د فکري روزنې او عقیدوي پیاوړتیا په برخه کې رغنده برخه واخلي.

د وردګ پوهنتون رئیس، ښاغلي شیـ خ مـ ولـ وي صفت اللّٰه حقـ انـ ي په دې مناسبت وویل:  
«د اسلامي ثقافت څانګې تأسیس د وردګ پوهنتون لپاره یو ستر علمي پرمختګ دی. دا پرمختګ به محصلینو ته دا زمینه برابره کړي چې له خپل اسلامي هویت، فرهنګي میراث او دیني ارزښتونو سره لا ژوره آشنایي پیدا کړي.»
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه څخه د زړه له کومي مننه وکړه چې د دوی وړانديز یې ومانه او د دې څانګې  رسمي منظوري یې وکړه.

Latest news

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

Tue, Oct 13 2026 9:24 AM
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

BACK TO NEWS