د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي استادانو ته د تجربو د طرحې تر سرليک لاندې ورکشاپ ترسره شو.

wu_admin
Thu, Aug 06 2026 10:51 AM
د کرنې پوهنځي استادانو ته ورکشاپ

د علمي څېړنو د کیفیت لوړولو، د استادانو د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د څېړنیزو مهارتونو د ودې په موخه، د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي استادانو ته، د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د «تجربو د طرحې (Experimental Design)» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ورکشاپ ترسره کړ.

دغه ورکشاپ د کرنې پوهنځي د رئیس پوهنمل دوکتور عبد الکريم امین له لوري ګډونوالو ته په ښه راغلاست سره پیل شو. 

ورپسې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد، پوهاند غلام رسول صمدي د تجربو د طرحې بنسټیز اصول، د تجربوي څېړنو د طرحې جوړونې، د احصایوي طرحو د انتخاب او د معیاري څېړنو د ترسره کولو اړوند مهم علمي موضوعات ګډونوالو ته په تفصیلي او عملي ډول سره وړاندې کړل.

د ورکشاپ په پای کې د مسلکي پراختیا آمر پوهنمل عبدالبصیر ترابي د یاد روزنیز ورکشاپ د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د ښاغلي صمدي له علمي همکاریو او اغېزناکو معلوماتو څخه یې مننه وکړه او د ورته علمي برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.

په پای کې، د وردګ پوهنتون مشرتابه له لوري د ښاغلي صمدي د علمي خدمتونو او ارزښتناکې همکارۍ د قدردانۍ په موخه نوموړي ته ستاینلیک ورکړل شو او ورکشاپ په دعا لوستلو سره پای ته ورسېد.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Aug 27 2026 9:20 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

Tue, Aug 25 2026 9:13 AM
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

BACK TO NEWS