د میدان وردګو ولایت والي د دغه ولایت د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا وردګ پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو په پراخ ګډون یې په یوه ستره غونډه کې وینا وکړه.

wu_admin
Thu, Aug 20 2026 8:57 AM
والی وردګ پوهنتون ته سفر په مهال

په دغه لیدنه کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس شیخ مولوي شریف‌الدین نقره‌کار، د علماوو شورا رئیس شیـ خ مولوي عبدالهادي فضلي او امنیه قوماندان شیـ خ مولوي عبدالحق حقاني هم د والي صاحب ملتیا کوله.

غونډه د قاري صاحب بلال احمد له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
ورپسې د وردګ پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عابد حقاني په خپله پیلیزه وینا کې راغلو مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ محصلین خپلو علمي موخو ته په رسېدو، د زده‌کړو د فرصتونو د ارزښت او د مسؤلیت‌پذیرۍ له روحیې سره د تحصیل پر دوام وهڅول.

وروسته د میدان وردګو ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب خبرې وکړې. نوموړي د خپلو تجربو په بیانولو سره د تعلیم او زده‌کړې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د علم تر څنګ باید د انسان نیت د الله تعالی رضا، د خلکو خدمت او د ملک پرمختګ وي.

والي صاحب له محصلینو وغوښتل چې خپلو درسونو ته جدي پاملرنه وکړي، له برابر شوي علمي فرصت څخه سالمه ګټه واخلي او د خپلو زده‌کړو له لارې د خلکو او ملک د خدمت لپاره ځانونه چمتو کړي. نوموړي پر صبر، اخلاص او هڅو ټینګار وکړ او همداراز یې له محصلینو غوښتنه وکړه چې له تعصب، قوم‌پالنې او ډلبازۍ څخه ځانونه وساتي او د ملک د ابادۍ لپاره قوي هوډ ولري.

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان شیخ مولوي عبدالحق حقاني په خپلو خبرو کې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د واټن د له منځه تلو په اړه خبرې وکړې او له محصلینو یې وغوښتل چې خپلې زده‌کړې په مېړانې، ځیرکتیا او تقوا سره پر مخ یوسي او د ملک او اسلامي نظام د خدمت مسؤلیت په جدي ډول درک کړي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس شیخ شریف‌الدین نقره‌کار د انسان د نفس د اصلاح او تربیې پر اهمیت خبرې وکړې او نفس یې د انسان له سترو دښمنانو څخه وباله. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د نفس د غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي او د خپل ژوند په چارو کې د الله تعالی رضا او د ښو اخلاقو لار غوره کړي.

د علماوو شورا رئیس شیخ مولوي عبدالهادي فضلي بیا د وخت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د محصل ژوند هره شېبه د علم، زده‌کړې او ځان‌جوړونې لپاره مهمه ده. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې له خپل وخت څخه سالمه ګټه واخلي، د تحصیل په دوره کې خپلې علمي وړتیاوې پیاوړې کړي او د ‌اسلامي  نظام د خدمت لپاره ځانونه چمتو کړي او په ډول حالاتو کې یې دفاع ته ځانونه چمتو کړي.


له غونډې وروسته والي صاحب او مل پلاوي د وردګ پوهنتون د محصلینو د لیلیې له روانو ودانیزو چارو څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې د کیفیت او چټکتیا په اړه یې قراردادي مسؤلینو او انجینیرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د پوهنتون مسؤلینو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Sep 23 2026 11:14 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

Mon, Sep 21 2026 11:32 AM
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

Sat, Sep 19 2026 1:57 PM
Background image

د وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو

وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت د علمي او مسلکي همکاریو د دوام او پراختیا په موخه، د دواړو بنسټونو ترمنځ پخوانی دوه اړخیز همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

د. . .

BACK TO NEWS