په وردګ پوهنتون کې د ١٤٠٣ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو
په وردګ پوهنتون کې د ١٤٠٣ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو. په میدان وردګ ولایت کی د کانکور ازموینې پرانیستغونډه د مرستیال والي الحاج مولوي سیدالرحمن حافظ ، ولایتي مسؤلینو، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او د تخنیکي پلاوي په ګډون کې ترسره او د پوښتنو صندوقونه پرانیستل شول.
له هغه وروسته اسناد استادانو ته توزیع او عملا پروسه پیل شوه.