General Management of Public Relations and Awareness

د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ کال په تشکیل کې منظور او ایجاد شو، دغه مدیریت د مالي او اداري چارو د معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او په خپل تشکیل کې د خپرونو د اېډېټور تر سرلیک لاندې یوازې یو بل بست لري، چې د خپرونو د اېډیت او سمون چارې پر غاړه لري. د دغه مدیریت په مهمو دندو کې د مؤسسې په کچه د رسنیزو محفلونو، غونډو او کنفرانسونو جوړول، د خپرېدونکو موادو (مجله، د استادانو لکچر نوټونه) او د مؤسسې په کچه د اړتیا وړ فورمو له چمتو کولو څخه څارنه او سمونه ترسره کول، د اصلاح شوو راپورونو د خپرولو په موخه له ټولو رسنیو سره کاري اړیکې رامنځته کول، د ټولنیزو رسنیو له لارې د راپورونو او مطبوعاتي کنفرانسونو د خپرولو په برخه کې اړینې کړنې ترسره کول، ټاکل شوو موخو ته د رسېدو په موخه د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو پلانونو او راپورونو چمتو کول، د ورکشاپونو، سمینارونو او ښوونیزو برنامو له لارې تر لاس لاندې کارمندانو ته د مسلکي وړتیاوو لیږدول شامل دي.