چشمانداز، مأموریت و اهداف
(Vision) چشم انداز
پوهنځی کمپیوترساینس تلاش مینماید تا در سطح کشور و منطقه، بهعنوان یک نهاد علمی پیشگام، معتبر و قابل اعتماد شناخته شود
(Mission) مأموریت
پوهنځی کمپیوترساینس با بهرهمندی از نصاب تحصیلی معیاری، اعضای کادری مسلکی، تکنالوژی معاصر و محیط .علمی مناسب، در پرتو ارزشهای اسلامی، کادرهای متخصص، متعهد و نوآور را تربیه می نماید
اهداف و مقاصد پوهنځی کمپیوترساینس
د کمپیوټرساینس پوهنځی ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. دکمپیوټرساینس پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:
- د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په داخلي او نړیوالو معیارونو برابر علمي پروګرام رامنځته کول.
- د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره دمعیاري ودانیو، مادي او کاري وسایلو برابرول.
- د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول.
- د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول.
- د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزی پېژندل او ورته مناسبې حل لارې پیدا کول.
- د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، تمویلونکویا ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.
- د وخت او اړتیاوو له غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل.
- د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، عدالت تامین، اقتصادي ودې او امنیت تامینولو ته زمینه برابرول.