لایحه وظایف معاونیت مالی واداری
د مالي او اداري چارومعاونیت د دندو لایحه
د دندې موخه: د مؤسسې د عوایدو، لګښتونو، مالي او حسابي ورکړو، بشري سرچینو، لیلیې، ترانسپورت، معلوماتي تکنالوژۍ، د لېږدېدونکو او غیرلېږدېدونکو شتمنیو د ساتنې او پاملرنې څارنه او مدیریت.
***
۱. د فعالیتونو تنظیم او اهدافو ته د رسېدو په موخه د مالي، اداري، بشري سرچینو او تدارکاتو په برخه کې د عملیاتي پلانونو او کړنلارو جوړول او پلي کول.
۲. د بودجوي اړتیاوو وړاندوینه او له عادي او پراختیايي بودجې څخه د لګښتونو د تأمین په برخه کې د هغو له پلي کېدو او د عوایدو له تنظیم څخه څارنه کول.
۳. د مؤسسې له موخو سره سم د مالي کال په نیمايي کې د بودجې د بیاځلي وېشنې پرمهال د عادي او پراختیايي بودجې په برخو کې د ستونزو د حل په موخه د اړینو تدابیرو نیول.
۴. د مؤسسې په تشکیل پورې د اړوندو ټولو چارو لکه ګمارنه، ظرفیت لوړونه، له کارمندانو سره اړیکې، په دنده پورې د تړلیو اجراآتو ارزونه، د سوانحو، تقاعد، استعفاء او حاضریو مدیریت او څارنه کول.
۵. د مؤسسې د معلوماتي تکنالوژۍ، ترانسپورت، ترمیماتي خدمتونو، نشراتو، حفظ او مراقبت (د املاکو او جایدادونو پاکوالی او ساتنه) باندې مدیریت او څارنه کول.
۶. د مؤسسې له ټولو تدارکاتي، مصارفاتي، تادیاتي او داخلي عوایدو د تنظیم په برخه کې څارنه او کنټرول ترسره کول.
۷. د مؤسسې له ټولو مالي، حسابي، خریداریو، د اجناسو له قید او ثبت او نورو اداري چارو څخه څارنه او مدیریت ترسره کول.
۸. د مؤسسې په کچه د تهیې او تدارکاتو د کمېټې منظمې غونډې دائرول او د هغو مشري کول.
۹. د مؤسسې په کچه په منظمه توګه د داخلي پلټنې د کمېټې غونډې جوړول او د هغو مشري کول.
۱۰. د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره سم د مؤسسې په کچه د اداري غونډو جوړول او مدیریت کول.
۱۱. د عایداتي سرچینو د معلومولو په موخه د مؤسسې د مالي خپلواکۍ د کمېټې جوړول او د غونډو ترسره کول.
۱۲. د محصلینو روغتیایي، غذائي او معیشتي چارو ته د رسیدو په موخه د لیلیې اړوندو ټولو چارو کنټرول او مدیریت او له ټولو قوانینو او مقرراتو سره سم محصلانو ته د بدل اعاشې توزیع کول.
۱۳. په مالي او اداري برخو کې د پلان جوړونې، بشري سرچینو، خپرونو، عامه پوهاوي، لیلیې او معلوماتي تکنالوژۍ په اړه د مؤسسې رئیس ته د معلوماتو او مشورو ورکول.
مدیریتي دندې:
۱. د مؤسسې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د وزارت له عمومي پلان سره سم د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو کاري پلانونو جوړول.
۲. تر لاس لاندې کارمندانو ته د ورکشاپونو، سمینارونو او کاري بهیر له لارې د مسلکي وړتیاوو لېږدول.
۳. د مؤسسې د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندیز کول.
۴. د تر لاس لاندې کارمندانو مشري، مدیریت او ارزونه ترسره کول، د ښوونیزو اړتیاوو سنجول او د ظرفیتونو لوړول.
۵. د اړوندې برخې له کړنو څخه د میاشتنیو، ربعوار او کلنیو راپورونو وړاندې کول او د اړتیا پرمهال له مهمو کړنو او لاسته راوړنو څخه د مشرتابه د خبراوي په موخه د راپورونو وړاندې کول.
۶. د نورو هغو دندو ترسره کول، چې د اړوندو چارواکو له لوري د وزارت له پالیسۍ سره سمې سپارل کيږي.
د همغږۍ دندې:
۱. د مؤسسې د مالي، اداري، بشري سرچینو، معلوماتي تکنالوژۍ، خپرونو او عامه اړیکو په برخو کې د پروګرامونو د تنظیم او اړتیاوو پوره کولو په موخه د مالي او اداري چارو له معینیت او اړوندو ریاستونو سره د همغږۍ رامنځته کول.
۲. د مؤسسې د علمي او محصلانو چارو له مرستیالانو سره د اکاډمیکو چارو او کیفیت لوړاوي په برخو کې همکاري او همغږي ترسره کول.