وردګ پوهنتون کې د 1402 لمريز کال د کانکور ملي ازموينې د بايومتريک پروسه پيل شوه
نن سه شنبه چې د 1402 لمريز کال د زمري مياشتې له 10 مې نېټې سره سمون خوري, د کانکور ازموينې د بايومتريک پروسه د يو لړ بشپړو امنيتي تدابیرو په ترڅ کې وردګ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په تدريسي تعمير کې رسما د بايومتريک تخنيکي ټيم له خوا پيل شو
دا پروسه به د کانکور د ملي ازموينو د ادارې له مهال وېش سره سم د همدې میاشتې تر 11 مې نېټې پورې دوام لري او له هغه وروسته به د کانکور ازموينه په 12- 13 او 14 نېټو په ارامه او ډاډمنه فضا کې د ټاکلي ټيم او وردګ پوهنتون په همکارۍ سره اخيستل کېږي