مدیریت عمومی تکنالوژی معلوماتی
د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیریت د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې په ۱۳۹۸ هـ-ش کال کې رامنځته شو. دغه مدیریت په خپل تشکیل کې دوه بستونه لري، چې یو یې د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیریت دی او بل یې د نرم توکواو سخت توکو تکنیشن مدیریت دی.
د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیریت په مهمو دندو کې د مالي او اداري مرستیال د کلني پلان سره سم د اونیز، میاشتني او کلني کاري پلان جوړول، د انټرنیټ د چټکو خدماتو وړاندې کول او په انټرنېټي شبکه کې امنیتي مسائلو ته پاملرنه کول، د معلوماتي تکنالوژۍ په مرکز کې د سرورونو، روټرونو او سویچونو څخه پرلپسې څارنه کول، د امنیتي کېمرو د سیستمونو مدیریت، څارنه او کنترول، د معلوماتي تکنالوژۍ په مرکز او اداري څانګو کې د کمپیوټرونو د سافټوییر ستونزو حل کول، د لنډ مهاله کورسونو او الکترونکي زده کړو لپاره د کمپیوټر، انټرنیټ او پروجکټور آسانتیاوې برابرول، د پوهنتون د ویب سایټ تنظیم او اپډیټ کول او د رسمي ایمیلونو جوړول شامل دي.