لایحه وظایف پوهنځي شرعیات
د دندې موخه: د مؤسسې له ټاکل شوو معیارونو او د لوړو ز ده کړو وزارت له اصولو او ستراتيژيو سره سم د پوهنځي له ټولو اکاډمیکو او اداري کړنو مدیریت او څارنه کول.
- د تدریس د کیفیت ښه والي، د څانګو او استادانو د خپل منځي همغږۍ او تجاربو د شریکولو په موخه د ځانګړې پالیسي جوړول،
- د درسي موادو چمتو کولو، څېړنیزو چارو، په کمي او کیفي لحاظ موخو ته د رسېدو لپاره د علمي کادرونو د علمي درجو لوړولو په موخه د طرزالعملونو د جوړولو طرحې وړاندې کول.
- د هېواد په داخل او خارج کې له مماثل پوهنځیو سره د علمي او څېړنیزو تجربو د شریکولو او کاري اړیکو د ټینګښت په موخه د مؤسسې ریاست ته د اغېزمنو طرحو وړاندې کول.
- د پوهنځیو په تشکیل کې د شامل اعضاوو د څېړنیز او تجربي رژیم د ښه والي او پراختیا لپاره د مؤسساتو او نورو ارګانونو د پرلپسې همکاریو د جذب په موخه د ټاکل شوو طرحو وړاندې کول.
- د پوهنځي په کچه د تدریس د کیفیت ښه والي په موخه له درسي پلانونو، میتودلوژۍ او درسي موادو بیاکتنه او د هغو پر پلي کېدو څارنه او کنټرول ترسره کول.
- د تحصیلي چارو په کیفیت کې د ښه والي په موخه د پوهنځیو په کچه له نظم او دسپلین څارنه کول، د هر سمسترونو په پیل کې د درسي مهال وېشونو او د ازموینو د مهالوېشونو ترتیبول.
- د کاري اغېزمنتیا د کچې لوړولو په موخه د قوانینو، مقررو، لوایحو او د پوهنځي د علمي شوراګانو د پریکړو پلي کول.
- د علمي کادرونو د تجهیز او اکمال په موخه د تخنیکي او بشري اړتیاوو له تنظیم څخه څارنه او کنټرول ترسره کول.
- په بېلابېلو تحصیلي برخو کې په هممهاله توګه د ګډو علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په موخه له نورو مماثلو بنسټونو سره د علمي او اکاډمیکو تجربو شریکول.
- په علمي، اداري او نورو شوراګانو کې ګډون کول او له نورو پوهنځیو سره همکاري کول.
مدیریتي دندې:
- د مؤسسې په کچه له عمومي پلان سره سم ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د میاشتنيو، ربعوار او کلنيو کاري پلانونو جوړول.
- د هېواد له نافذه قوانینو سره سم په اړوند وزارت کې له خپلو کړنو څخه راپور ورکول او د شفافیت ټینګښت.
- تر لاس لاندې کارمندانو ته د ورکشاپونو، سمینارونو او کاري بهیر له لارې د مسلکي وړتیاوو لېږدول.
- د مؤسسې د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندېزول.
- د تر لاس لاندې کارمندانو مشري، مدیریت او ارزونه ترسره کول، د هغوی لپاره د ښوونیزو اړتیاوو سنجول او د ظرفیتونو لوړول.
- د اړوندې برخې له کړنو څخه د میاشتنیو، ربعوار او کلنیو راپورونو وړاندې کول او د اړتیا پرمهال له مهمو کړنو او لاسته راوړنو څخه د مشرتابه د خبراوي په موخه د راپورونو وړاندې کول.
- د نورو هغو دندو ترسره کول، چې د اړوندو چارواکو له لوري د وزارت له پالیسۍ سره سمې سپارل کيږي.
د همغږۍ دندې:
- اړتیا او موقع ته په کتو سره له ټولو ذیربطو ادارو او څانګو سره همغږي رامنځته کول.