آمریت نشریه های تحقیقی و علمی

د څېړنې او علمي مجلې آمریت په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې منظور شوی. په ټولیزه توګه د پوهنتون په کچه ټولې علمي څېړنې د دغه آمریت تر څار او لارښوونې لاندې ترسره کېږي. د دغه آمریت اصلي موخه د علمي کادر غړو او محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو لوړول، د څېړنیزو میتودونو او روشونو په اړه سمینارونه جوړول، د څېړنیزو پروژو د تطبیق په موخه اړین امکانات رامنځته کول، له ملي او نړیوالو معیارونو سره سمې څېړنې رایجول، په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د علمي او څېړنیزو مقالو خپرول او د علمي څېړنو د ترسره کولو په موخه د اړینو مالي سرچینو برابرول، د دغه آمریت له مهمو موخه څخه ګڼل کېږي. د دغه آمریت تر چتر لاندې د علمي مجلې عمومي مدیریت هم شتون لري، چې د «وردګ علمي ـ څېړنیز ژورنال» د خپرولو چارې تنظیموي. د طبیعي علومو په برخه کې دغه څېړنیز ژورنال ته په ۱۴۰۲ کال کې د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري د یو کال لپاره ازمیښتي جواز ورکړل شو، خو د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې یاد ریاست د «وردګ ـ علمي څېړنیز ژورنال» د خپراوي چارې غوره او مثبتې ارزیابي کړې او له دې سره یې ورته د دائمي فعالیت جواز هم ورکړ.