آمریت امور استادان
د استادانو د تقرر او علمي ترفېعاتو آمریت په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې منظور او ايجاد شو. د استادانو د تقرر او علمي ترفېعاتو آمريت د يادې مؤسسې د اکاډميکو غړو د تقرر او علمي ترفېعاتو چارې پر مخ وړي. د پوهنځيو او ديپارتمنتونو په کچه د اکاډميکو بسټونو اړتیا سنجول او لوړو زده کړو وزارت ته د کادري تشکیل طرحه وړاندې کول، د آزادې سیالۍ په موخه د تشو بستونو اعلانول، د علمي کادر غړو د جذب له لايحې سره سم د وړ او مستعدو کادرونو شارټ لیست او د ګمارنې په موخه یې کادري ازموینې ته معرفي کول، د استادانو د ګمارنې او علمي ترفېعاتو چارې تنظیمول، د علمي پياوړتيا په موخه ملي او نړيوالو سمینارونو او کنفرانسونو ته د استادانو معرفي کول، د دغه آمریت له مهمو دندو څخه شمېرل کېږي.