Directorate of Dawah and Guidance (Imam)
د دعوت او ارشاد آمریت په ۱۴۰۳ کال کې ایجاد شو، د دغه آمریت په مهمو دندو کې د پوهنتوڼ د ټولو کادري، اداري، خدماتي کارمندانو او محصلانو د دیني پوهې لوړولو په موخه د درسي حلقو جوړول، د قرآنکریم تفسیر او ترجمه کول، په حکیمانه توګه د ټولو منکراتو له منځه وړل او د معروفاتو اقامه کول، د معروفاتو له اقامې او منکراتو له ازالې څخه څارنه کول، د لمانځه اهتمام او د اړوند چارو وړاندې کول، د شکایتونو اورېدل او د حل په موخه یې لازم اجراآت ترسره کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق او نظارت کول، شامل دي. د دعوت او ارشاد آمریت په خپل تشکیل کې د دعوت او ارشاد مبلغ هم لري، چې د پورتنیو چارو په ترسره کولو له آمریت سره مرسته کوي.