Biography Of Vice Chancellor For Academic Affairs

د علمي او محصلانو چارو معاونیت د دندو لایحه

د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم د هېواد په کچه د لوړو زده کړو بنسټونه په پیل کې د مؤسساتو تر سرلیک لاندې په فعالیت پیل کوي او بیا وروسته د یو لړ معیارونو له پوره کولو وروسته د پوهنتون کچې ته ارتقاء کوي. دا چې وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه تر دې مهاله د ایجاد په لومړنیو پړاوونه کې ده، له همدې امله د مؤسسې په نوم یادیږي او لا یې د پوهنتون کچې ته ارتقاء نه ده کړې. د لوړو زده کړو د مؤسسې او پوهنتون تر منځ یو توپیر دا دی، چې د مؤسساتو په کچه یوازې دوه معاونیتونه فعالیت کوي، چې یو یې د علمي او محصلانو چارو معاونیت دی او بل یې د مالي او اداري چارو معاونیت. د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې په کچه د علمي او محصلانو چارو معاونیت د ۱۳۹۷ کال په تشکیل کې منظور شوی، چې له هغه را وروسته هر کال د دغه معاونیت په تشکیلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د علمي او محصلانو چارو معاونیت که څه هم تر یوه سرلیک لاندې فعالیت کوي، خو د مؤسسې په کچه د دریو لویو برخو: د علمي چارو، د محصلانو چارو او څېړنیزو چارو د سمون او مدیریت چارې پر غاړه لري، له همدې امله یاد معاونیت د تدریس، تحقیق او محصلانو په برخه کې د پوهنتون ټولې چارې په خپله لمنه کې رانغاړي. د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې پنځه آمریتونه او ۷ عمومي مدیریتونه کار کوي. د علمي او محصلانو چارو د معاونیت په مهم او اساسي دندو کې لاندې موارد شاملې دي:

  1. د پوهنتون/ مؤسسې په کچه د تدرسي چارو د معیاري کولو په موخه د استادانو لپاره د تحصیلي، ښوونیزو او څېړنیزو پالیسیو طرح کول.
  2. محصلانو ته د هویت کارتونو، ديپلومونو او ترانسکرپتونو د وېش او د ازموینو له بهیر او پایلو څخه څارنه او نظارت کول.
  3. په پوهنځیو کې د تدریسي پلانونو د تطبیق په موخه د استادانو د نظري او عملي تدریس له پروسې څارنه کول.
  4. په پوهنځیو او لیلیو کې د  محصلانو د شمولیت او بدل اعاشې چارو د ترسراوي په موخه څارنه کول.
  5. د محصلانو په تأجیل او تبدیلۍ پورې د اړوندو چارو له څرنګوالي څخه نظارت کول.
  6. د درسونو د پیل او ازموینو د اخیستو په موخه د مهال وېشونو د ترتیب او تطبیق له چارو څخه کنټرول او څارنه کول.
  7. د محصلانو د شمولیت او فراغت اسنادو د ساتنې له چارو څخه څارنه او کنټرول ترسره کول.
  8. دولتي او خصوصي مؤسساتو ته د فارغانو د معرفي کولو په موخه د محصلانو د فراغت او نتایجو د جدولونو له جوړولو څخه څارنه او کنټرول ترسره کول.
  9. د پوهنتون/ مؤسسې اړوندو د ټولو پوهنځیو د درسي پروګرامونو او پلانونو څارنه او لارښوونه.
  10. د استادانو د ګمارنې، انفکاک، ودې، پراختیا او علمي ترفېعاتو د اړوند چارو څارنه او لارښوونه.
  11. له نړیوالو معیارونو سره سم د محصلانو د ګټې اخیستنې په موخه د کتابتون او ټولو پوهنځیو لپاره د درسي موادو او کتابونو له تیارولو څخه څارنه او کنټرول ترسره کول.
  12. د تحصیلي کچې د ودې او پراختیا لپاره تر لیسانس د پورته برنامو (ماستري او دوکتورا) لپاره د پالیسیو جوړول.
  13. د استادانو د ارتقا او ترفېع په موخه د علمي کنفرانسونو د چارو څارنه او لارښوونه.
  14. پر وخت سره د چارو ترسره کولو په موخه د پوهنتون/ مؤسسې د رئیس په نشتون کې د علمي شورا مشري کول. 

مدیریتي دندې:

  1. د پوهنتون/ مؤسسې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د پوهنتون له عمومي پلان سره سم د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو کاري پلانونو جوړول.
  2. تر لاس لاندې کارمندانو ته د ورکشاپونو، سمینارونو او کاري بهیر له لارې د مسلکي وړتیاوو لېږدول.
  3. د پوهنتون/ مؤسسې د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندېز کول.
  4. د تر لاس لاندې کارمندانو مشري، مدیریت او ارزونه ترسره کول، د هغوی لپاره د ښوونیزو اړتیاوو سنجول او د ظرفیتونو لوړول.
  5. د اړوندې برخې له کړنو څخه د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو راپورونو وړاندې کول او د اړتیا پرمهال له مهمو کړنو او لاسته راوړنو څخه د مشرتابه د خبراوي په موخه د راپورونو وړاندې کول.
  6. د نورو هغو دندو ترسره کول، چې د اړوندو چارواکو له لوري د وزارت له پالیسۍ سره سمې سپارل کيږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د ممتازو محصلینو په کمېټه کې ونډه اخیستل او د بهرنیو هېوادونو، تحصیلي برنامو ته د محصلینو ورپېژندنې په موخه د هغوی سیستماتیکه لارښوونه.
  2. د غونډو، علمي، ښوونیزو او څېړنیزو کنفرانسونو د جوړولو په موخه له اړوندو څانګو سره همغږي کول.