Biography of Education chancellors

دپوهنمل   عبدالقدیر جلالی ژوندلیک

عبدالقدیر جلالي  د مرحوم معلم صاحب خان آقا زوی چې په ۱۳۶۵کال د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د لوړخلیلي کلي په یوه روڼ انده او دینداره کورنۍ کې زېږیدلی دی، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د چک ولسوالۍ د حضرت عمرفاروق رض په عالي لیسه کې پای ته رسولې او بیا يې د شیخ زاید پوهنتون په ژورنالیزم برخه کې د لیسانس ترکچې  زده کړې ترسره کړې دي . نوموړی د۱۳۹۱کال په لومړیو کې دکندهارپوهنتون ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی د ژورنالیزم په څانګه کې د علمي کادر په توګه تقرر ترلاسه کړ.چې د ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۴کال پوری د پوهنځی معاون په صفت دنده ترسره کړه ،او ۱۳۹۴کال څخه راپدې خوايې دژورنالیزم او عامه اړیکو  دپوهنځی د ریاست دنده پرغاړه درلوده . چې په ۱۳۹۷ کال کې د چین هیواد ته  دماسترۍ د زده کړو په موخه ولاړ او هلته یې په Hebei University کې د ژورنالیزم او کمونیکشن په برخه کې  د ماسترۍ دوره په بریالیتوب سره پاي ته ورسوله او دماسترۍ تحصیلي  سند يې ترلاسه کړ . او په ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ نېټه دوردګ دلوړو زده کړو مؤسسه کې دښوونې او روزنې پوهنځی درئیس په صفت دنده پیل کړه ، داسلامي امارت دراتګ سره سم یې  کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته تبدیلي وکړه  داچې نوموړي په وردګ پوهنتون کې دښوونې او روزنې پوهنځی درئیس په صفت دنده ترسره کوله خو نوموړی ته د اشد ضرورت له مخې وردګ پوهنتون لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړاندیز وکړچې دوړشخص ترګمارنې پورې د ښاغلی عبدالقدیر جلالي  دکابل پوهنتون ترڅنګ  په وردګ پوهنتون کې دښوونې او روزنې پوهنځی درئیس په صفت دندې ته دوام ورکړي چې نوموړي یو ځل بیا خپل دروند مسؤلیت ته اوږه ورکړه . ښاغلی جلالي دیادو دندو ترڅنګ دپوهنتون دعلمی او محصلانو چارو سرپرست مرستیال، دنصاب دکمیټې مشر ، تضمین کیفیت دکمیټې مشر او دازموینو دکمیټې دمشر په صفت دنده ترسره کوي .

.ددندې  پرمهال یې له یو شمیر دولتی او غیردولتي ارګانونو څخه تقدیرنامې ستاینلیکونه او دسروزرو مډال هم  ترلاسه کړی دی. چې یو شمیر علمي آثار یې په ملي او نړیوالومعتبرو ژورنالونو کې نشر ته سپارل شوي دي . نوموړی دملي ژبو دبشپړبلدیت سربیره په انګلیسی ژبه هم خبرې کولای شي .