د کمپيوټرساینس پوهنځي د رئیس پیغام

!د کمپيوټرساینس پوهنځي د رئیس پیغام ځوان نسل ته
مقام او منزلت په پيسو نه بلکي په پوهه، زيار او پوره هڅو او هدف درلودلو سره ترلاسه کیږي. نو! د ټولنې هر فرد ته می مشوره داده ترڅو علم او پوهې ته مخه کړی او په دې ډګر ډیر زحمت او زيار وګالي، دا چی د زده کړو حاصلول یوه اسلامي وجیبه ، یوه ملي اړتیا او په سمه ایزه او نړیواله کچه د سیالۍ اوسیال دارۍ یوازینۍ لار ده ، نو د لوړو زده کړو په حاصلولو او ترلاسه کولو کې زموږ مسؤلیت فردي نه بلکې ټولییز دی ، او د دې مسؤلیت د حق اداینې په پار باید پلرونه ، میندې او د ټولنې هر وګړی خپل مسؤلیت په پوره امانت دارۍ سره ادأ کړي ، ترڅو افغاني ټولنه د یو باثباته او سولییز پرمختګ لور ته سوق او وخوځیږي.
د يو سوکاله او په ځان بسا افغانستان په هیله