د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

wu_admin
Sat, Sep 09 2023 12:39 PM

په دې توګه د تدراکاتو د قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، چې (۵۰۰) جرېبه ځمکې د احاطې جوړولو پروژې قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره یې (MOHE/WIHE/1402/NCB/W-03) ده، تل ودان او رئید حقمل (JV) شرکتونو ته چې د دغه (D-38691, 52106)  شمېرې جواز لرونکي دي او د کابل ښار په پنځه ناحیه کې موقعت لري، د (40,356294) څلوېښت میلیونه درې سوه شپږ پنځوس زره دوه سوه څلور نوي افغانیو په ارزښت باندې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراض لري، کولی شي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو دلائیلو سره یو ځای وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې ته چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند دشت ټوپ دښته کې موقعت لري د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په مانا نه ده، د یادې نېټې او قانوني مراحلو له بشپړېدو څخه وړاندې به قرارداد عقد نه شي.

Latest news

Sat, Dec 20 2025 2:24 PM
Background image

وردګ پوهنتون کې د ۱۸۰ میلینونه افغانیو په ارزښت د لیلیې جوړلو چارې پیل شوې

د لوړو زده کړو محترم وزیر په وردګ پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته د وینا ترڅنګ، د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د محصلانو لپاره د څلور پوړيزه ليليې ودانۍ د جوړېدو عملي چارو پرانیسته وکړه
په. . .

Sat, Sep 13 2025 10:34 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه ایجاد شوه

بسم الله الرحمن الرحیم

وردګ پوهنتون کې د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه ایجاد شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د پوره  پاملرنې او همکارۍ له مخې، د وردګ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په. . .

Mon, Jan 13 2025 11:05 AM
Background image

د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر وکړ

د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر وکړ
د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر پرمهال د عالیه او عالميه دورو له کلنۍ ازموينې څخه څارنه وکړه.
په پيل کې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس شـ یـ ـخ م. . .

BACK TO NEWS