د کیفیت لوړاوي آمریت

وردګ پوهنتون دکیفیت لوړاوي آمریت په ۱۳۹۹ هجري شمسي کال کې په غیر رسمي ډول په فعالیت پیل وکړ،  او د ۱۴۰۱ کال کې  د لوړو زده کړو وزارت له خوا په رسمي ډول په ددې پوهنتون په تشکیل کې د کیفیت لوړاوي داخلي واحد ایجاد شو ،چې  تر اوسه یې د علمي،تحقیقي او اداري چارو د کیفیت لوړاوي په برخه کې ورځ تر بلي تغیرات منځته راځي او کوښښ کوي چې د پوهنتون د رئیس، مرستيالانو او د پوهنځيو له رييسانو سره په مشوره د کیفیت لوړونې د (۱۱) اصلي او (۴۸) فرعي معیارونو په تطبیق کولو سره د سیمې په کچه د لوړ اعتبار لرونکی تحصیلي مرکز شي. په ورته مهال کې یاد آمریت هڅه کوي چې له رئيس، مرستيالانو او د پوهنځيو له رييسانو سره په مشوره د پوهنځيو د علمي او تدريسي چارو څار او کنترول کړي، اړوندې سرچينې ته د نورو اجراآتو لپاره د کیفیت لوړاوي د کمېټې مکتوبونه او پرېکړې واستوي او همدا ډول نورې هغه دندې سرته رسوي چې د کيفيت د کنترول په موخه د خپل امر له خوا ورکول کېږي.

د پورته چارو د ښه ترسراوي په موخه وردګ پوهنتون د کیفیت لوړاوي امریت، د کیفیت لوړاوي کمیټه او همدارنګه یې په پوهنځيو کې د کیفیت لوړاوي فرعي کمېټي هم په کار بوختي دي.