علمي کادر غړو ته د برېښنايي ټولګي Google Classroom د کارونې ورکشاپ وړاندې شو

wu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۲:۴۶
ګوګل کلاس روم

د وردګ پوهنتون برېښنايي زده کړو کمېټې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او د برېښنايي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د برېښنايي ټولګي(Google Classroom) د کارونې عملي ورکشاپ ترسره شو.

ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي، د برېښنايي زده‌کړو، د تدریس په بهیر کې د ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړونې پر اهمیت خبرې وکړې.

له هغه وروسته د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، د ورکشاپ عملي برخه وړاندې کړه. نوموړي ګډونوالو ته د ګوګل کلاس روم د کارونې، برېښنايي ټولګیو د جوړولو، د درسي موادو شریکولو، د کورنیو دندو او ازموینو تنظیم، ارزونې او د تدریسي چارو د برېښنايي مدیریت اړوند عملي لارښوونې وړاندې کړې.

 په وروستیو کې دغه ورکشاپ په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.

د عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۸:۴۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه ترسره شوه

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګڼ شمېر محصلینو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون ترسره شوه.

د «ریښتیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۲۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۳
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

BACK TO NEWS