د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

wu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۲:۳۹

په دې توګه د تدراکاتو د قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، چې (۵۰۰) جرېبه ځمکې د احاطې جوړولو پروژې قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره یې (MOHE/WIHE/1402/NCB/W-03) ده، تل ودان او رئید حقمل (JV) شرکتونو ته چې د دغه (D-38691, 52106)  شمېرې جواز لرونکي دي او د کابل ښار په پنځه ناحیه کې موقعت لري، د (40,356294) څلوېښت میلیونه درې سوه شپږ پنځوس زره دوه سوه څلور نوي افغانیو په ارزښت باندې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراض لري، کولی شي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو دلائیلو سره یو ځای وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې ته چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند دشت ټوپ دښته کې موقعت لري د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په مانا نه ده، د یادې نېټې او قانوني مراحلو له بشپړېدو څخه وړاندې به قرارداد عقد نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ رغنیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي د نیمه‌کارې ودانۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۲:۴۶
Background image

علمي کادر غړو ته د برېښنايي ټولګي Google Classroom د کارونې ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون برېښنايي زده کړو کمېټې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او د برېښنايي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د برېښنايي ټولګي. . .

BACK TO NEWS