د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو څوارلس ورځنی سیمینار د ازموینې په اخیستلو سره پای ته ورسېد.

wu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۰
موتر چلوني سمینار

د میدان وردګو ولایت د عبور او مرور عمومي مدیریت له لوري د وردګ پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د موټر چلولو جواز د  ترلاسه کولو په موخه ترسره شوی څوارلس ورځنی روزنیز سیمینار د ازموینې په اخیستلو سره خپل وروستی پړاو ته ورسېد.

یاده ازموینه د وردګ پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ضیاء الرحمن مولوي زاده او د میدان وردګ ولايت د عبور او مرور عمومي مدیر ښاغلي سمیع الله رهبر په حضور کې واخیستل شوه، چې په ترڅ کې یې د موټر چلونې په برخه کې د ګډونوالو نظري او عملي وړتیاوې وارزول شوې.

د دغه بهیر موخه دا وه چې د یاد پوهنتون استادان او اداري کارکوونکي د عبور او مرور اصولو، د موټر چلولو د بنسټیزو مهارتونو او د قانوني جواز د ترلاسه کولو له اړینو مرحلو سره لا ښه بلد شي. د ازموینې له بشپړېدو وروسته، د بریالیو ګډونوالو لپاره د جواز ورکړې رسمي بهیر پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

استادانو ته د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د لا ښه والي په موخه، د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار د پوهنتون په کچه د نصاب هیئت له لوري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي استادانو ته د تجربو د طرحې تر سرليک لاندې ورکشاپ ترسره شو.

د علمي څېړنو د کیفیت لوړولو، د استادانو د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د څېړنیزو مهارتونو د ودې په موخه، د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي استادانو ته، د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د «تجربو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۴
Background image

د کندز پوهنتون کرنې پوهنځي څخه راغلي پلاوي له وردګ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د علمي اړیکو او ګډو څېړنیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د کندز پوهنتون د کرنې پوهنځي د اتو څانګو آمرینو او استادانو له وردګ پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه.

د پلاوي ښه راغلاست د وردګ. . .

BACK TO NEWS