د احصائیې او پلان عمومي مدیریت
د احصائیې او پلان عمومي مدیریت د ۱۴۴۴ هـ. ق کال په تشکیل کي ایجاد شوی دی، چې په مستقیمه توګه د پوهنتون له ریاست سره د پلانونو او پالیسو په جوړولو کې کار کوي، د دغه مدیریت په مهمو دندو کې د استادانو، کارمندانو او محصلانو د احصائیو ترتیبول، د منفک، تأجیل او بدل اعاشه محصلانو کلني راپورونه جوړول او د لوړو زده کړو وزارت او ولایت مقام سره د هغو شریکول شامل دي.
پر دې سربېره د علمي او محصلانو چارو او د مالي او اداري چارو معاونیتونو د راپورونو په اساس د دغه پوهنتون د ربعوار او کلنی توحیدي راپور جوړول او له اړوندو مقاماتو سره د هغو شریکول هم د دغه مدیریت په دندو کې راځي.