د دعوت او ارشاد آمریت

د دعوت او ارشاد آمریت په ۱۴۰۳هـ کال کې ایجاد شوی دی، د دغه آمریت په مهمو دندو کې د پوهنتون د ټولو کادري، اداري، خدماتي کارمندانو او محصلانو د دیني پوهې د لوړولو په موخه د درسي حلقو جوړول، د قرآنکریم تفسیر او ترجمه کول، په حکیمانه توګه د ټولو منکراتو له منځه وړل او د معروفاتو اقامه کول، د معروفاتو له اقامې او منکراتو له ازالې څخه څارنه کول، د لمانځه اهتمام او د اړوند چارو وړاندې کول، د شکایتونو اورېدل او د حل په موخه یې لازم اجراآت ترسره کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق او نظارت کول شامل دي. د دعوت او ارشاد آمریت په خپل تشکیل کې د دعوت او ارشاد مبلغ هم لري، چې د پورتنیو چارو په ترسره کولو کې له یاد آمریت سره مرسته کوي.