علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.

wu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۵۷
سمینار علمی مقاله لیکنه


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې” تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ بشپړه پېژندنه وړاندې کړه. نوموړي د یاد ورکشاپ موخې، ارزښت او اړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه، چې دغه علمي پروګرام به په دوامداره ډول له اتو تر لسو اونیو پورې، په هره اونۍ کې دوه ورځې ترسره کېږي.

د ورکشاپ د وړاندې کولو چارې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، پر غاړه لري. ټاکل شوې ده نوموړی د ورکشاپ په جریان کې د څېړنو د مېتودولوژۍ اړوند بېلابېل موضوعات، علمي اصول، څېړنیزې لارې چارې او د علمي لیکنو معیاري میتودونه په هر اړخیز او عملي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړي.

همدا راز د ورکشاپ په لړ کې به د علمي او څېړنیزې مقالې ټول مهم پړاوونه او اړخونه په عملي بڼه تشریح او تطبیق شي، څو ګډونوال وکولای شي معیاري او علمي څېړنې په مسلکي ډول ترسره کړي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۵۴
Background image

د وردګ پوهنتون «وردیکا علمي ـ څېړنیزې» داخلي مجلې د لومړۍ دورې لومړۍ ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه

یاده مجله چې د ټولنیزو علومو په برخه کې فعالیت کوي، د بېلابېلو لیکوالانو دوولس (۱۲) علمي او څېړنیزې مقالې پکې ځای پر ځای شوې دي. د دغو مقالو موخه د علمي څېړنو دودول، د څېړنیزو موندنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

وردګ پوهنتون کې د محصلانو لپاره د معیاري، عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه ستره او بنسټیزه پروژه، چې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کېږي، اوس یې عملي چارې په چټک او منظم ډول روانې دي.
یاده لیلیه څلور پوړیزه ودانۍ ده چې په دوو جلا بلاکونو کې جوړیږي او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال عمومي کانکور ازموینه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

نن، شنبه، د ۱۴۴۷.ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۹مه نېټه،  وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال عمومي کانکور ازموینه په بریالۍ توګه پای ته ورسېده. 
د ازموینې دغه درې ورځنی بهیر، چې د میدان وردګو. . .

BACK TO NEWS