د پوهنتون د رييس پيغام
وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو په چوکاټ کې علمي او اکادميک فعاليت کوي ، چي تر ټولو اساسي رسالت يې د عصرد غوښتنو پر بنسټ په اسلامي او ملي روحيه ، د ټولنې د هوساينې لپاره د متخصصو کادرونو روزل دي.
وردګ پوهنتون هم د هغو علمي او اکاډميکو مرکزونو يوه څانګه ده ، چې د ولسي هڅو ، هڅاندو او اکاډميکو ځوانانو د ځواکمنو ارادو په پايله کې رامنځته شوي. د دې علمي مرکز او قانون د پرمختګ او شاتګ عوامل هم د همدې ولسونو او په دې قانون کې د شته استادانو او اداري کارکونکو په ارادو ، هڅو او مرستو پورې تړلي دي ،چې خوشبختانه په دې برخه کې دپورته ذکرشويو کسانو قوي ژمنتيا شتون لري .
شيخ مولوي صفت الله (حقاني)