General Management of Personnel Affairs

د کارمندانو چارو عمومي مدیریت یو له هغو مدیریتونو څخه دی، چې په ۱۳۹۳ کال کې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې په لومړي تشکیل کې منظور شوی او تر دې مهاله یې د ایجاد لس کلونه پوره شوي. د دغه مدیریت په بنسټیزو دندو کې د کارمندانو چارو ریاست سره په همغږۍ د کارمندانو استخدام، ترفېع، تقاعد، مجازاتو او مکافاتو په برخه کې د اړوندو اجراآتو ترسره کول؛ د وړتیا لرونکو کاندیدانو د استخدام، ارزونې، انفکاک، تغییر او تبدیل، ترفېع، تقاعد او اړوندو چارو څخه نظارت کول. په ښه توګه د قوانینو د پلي کولو په موخه د کارکوونکو شکایتونو، روغتیا، رفاه، مصؤنیت، نظم او دسپلین او ورځنۍ حاضرۍ ته رسیدګي کول؛ د مامورینو د ظرفیت لوړونې په موخه د ورکشاپونو، سمینارونو او ښوونیزو پلانونو طرح کول. ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د ادارې له برنامو او فعالیتونو سره سم د دندو لایحې او تشکیلاتي جوړښتونو ترتیبول. د کارکوونکو د سوانحو په ډیټابس کې په سمه توګه د ارقامو له ثبتولو څخه د ډاډ حاصلولو په موخه څارنه کول؛ شامل دي. د دغه عمومي مدیریت تر چتر لاندې یو مدیریت او یو ماموریت هم شتون لري، چې یو یې د «ګمارنې او اداري پراختیا» مدیریت دی او بل هم د «حاضرۍ ماموریت» دی. د ګمارنې او اداري پراختیا مدیریت پر تشو بستونو د استخدام ټولې اداري چارې پر مخ وړي او د حاضرۍ ماموریت بیا د کارمندانو د سوبتیا اړوندې ټولې چارې پرمخ وړي.