Central Library Procedures

 

لومړی څپرکی

لومړۍ ماده

موخه

دا طرز العمل د پوهې او کارکوونکو د علمي کچې د لوړېدو په هدف وضع شوی دی.

دوهمه ماده

د کتابتون اهداف او رسالت

د دې طرزالعمل اهداف لاندې چارې په ځان کې رانغاړي:

۱ـ د ادارې د اړتیاو سره سم د کتاب اماده کول.

۲ـ د کتابدارۍ د چارو تنظیم.

۳ـ د کتابتون له سرچینو اغېزناکه ګټه اخیستنه.

۴ـ د ګټه اخیستونکو د اړتیا وړ منابعو او اطلاعاتو پېژندل او اماده کول.

۵ـ د ارزښت لرونکو اسنادو او مدارکو راټولول او ساتل.

۶ـ د ډيجیتلي کتابتون ایجاد

دریمه ماده

اصطلاحات

راتلوونکي اصطلاحات په دې طرزالعمل کې لاندې مفاهیم افاده کوي:

کتابتون

 کتابتون یو علمي، فرهنګي او څېړنیز مرکز دی، چې یوه ډله کتابونه، مجلې، ورځپاڼې، رسایل، سمعي او بصري مواد او الات یا د دې په څېر نور څه د مطالعې، مراجعې، مشاهدې او اورېدولو لپاره پکې تنظیم او اداره کیږي.

د کتابتون ټولنه

 د کتابتون ټولنه د کتابتون د کارکوونکو ، استادانو، محصلینو او مراجعینو څخه تشکیل شوې ده.

کتابدار

 کتابدار هغه چاته وایي چې د کتابدارۍ علم او هنر ( مدیریت، سازماندهي، لړلیک لیکنه، علم پوهنه او د اطلاعاتو خپرېدل) یې زده کړي وي.

 

 

آرشیف  

هغه ځای ته وایي چې د کتابتون د ادارې له نظره ارزښتمن مدارک، کیسټې، فیلمونه، مجلې او نور راپورونه په منظم ډول او محفوظ شکل ساتل کیږي.

سازماندهي

    هغه ډله فعالیتونه دي چې د هغو په تر سره کولو سره د کتابتون سرچينې، تجزیه او تحلیل، رده بندي د پیداکېدو وړ ګرځي چې دا کار په دوه ډوله ترسره کیږي د لړلیک لیکنه، او رده بندي.

رده بندي

       کله چې څېزونه د منطقي نظم یا شباهت په اساس داسې ترتیب شي چې کتابتون او په کتابتون کې نور مواد د موضوع یا بڼې په اساس یو له بل سره نېږدې کېښودل شي نو په دې ډول سره د رده بندۍ سیستم ایجادېږي.

لړلیک لیکنه

     دا هغه بهیر دی چې د دې په زریعه د ظاهري او محتوایي ځانګړنې ( د کتاب پېژندنې منابع په ستنډرد پاڼو باندې ثبت کیږي).

وجین

دا هغه بهیر دی، چې د دې له لارې ورستې، بې ګټې او اضافي سرچینې له کتابتون څخه خارجېږي.

عادي کتابونه ( کثیر الطبع)

 دا هغه کتابونه او مطبوعي اثار دي، چې چټک له منځه نه ځي مراجعینو ته امانت ورکول کیږي.

مرجع کتابونه

دا هغه کتابونه دي چې مراجعینو ته امانت نه ورکول کیږي، تر څو یې له الف نه تر یا پورې ولولي، بلکې په اړینو حالاتو کې یا د یوې پوښتنې د ځواب په حالت کې کیدای شي دې اطلاعاتو ته مراجعه وکړي.

سرچینې

 کتاب، خپرونې، نرم افزار او نور کتابتوني او اطلاع رسوونکي مواد.

منابع مرجع

 له هغو ارزښتمنو، کم پیدا کتابونو، نسخو، دایرة المعارفونو، کلنیو، کلکسونونو، جرایدو، ورځپاڼو او نورو هغو کتابونو څخه عبارت دي چې د مرجع په برخه کې ساتل کیږي.

سوغاتي منابع

هغه سرچینې دي چې د حقیقي اشخاصو له لوري په کتابتون کې د مفتې ګټې اخیستنې لپاره اېښودل کېږي.

 هغه سرچینې دي چې د حقیقي اشخاصو له لوري په کتابتون کې د مفتې ګټې اخیستنې لپاره اېښودل کېږي.

 

د کتلاک کارت

  د کتابونو د داسې تصنیف او طبقه بندۍ څخه عبارت دی، چې د هغو په واسطه د کتابتون له منابعو څخه ګټه اخیستل کیږي.

 

هویت کارت

   دا هغه سند دی چې په اساس یې مراجعین د کتابتون له منابعو څخه ګټه اخلي.

ډلبندي

 دا د کتابونو د قید کولو هغه سیستم دی، چې کتابتون ټول کتابونه او مطبوع مواد د کتاب د شهرت په اساس په ځانګړو دفترونو کې په کتابدار پسې قید کیږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دوهم څپرکی

څلورمه ماده

د کتاب اماده کولو تګلارې

د کتاب اماده کولو لپاره له دوو لاندې تګلارو څخه ګټه اخلو :

۱ـ پېرودل:

د ښار، هیواد په کچه او یا هم خارج له هیواده له خپرندیه ټولنو څخه د کتابونو پېرودل.

الف: د خپرندویه ټولنو د نويو چاپ شويو اثارو د پېرودلو لپاره اقدام کول.

ب: د کتابتون غړي د خپلو اړتیاوو سره سم د کتابونو غوښتنه کوي او د اړتیا وړ کتابونه یې په کم وخت کې کتابتون ته پېرودل او اماده کېږي.

ج: د هر کال په درېیمه ربعه کې د ادارې کارکوونکو او محصلینو ته د نیازسنجۍ فورم توزیع کیږي، د نیاز سنجۍ د فورمونو تر لاسه کولو وروسته ځانګړي لېست کېږي او د کتابتون د عمومي مدیریت له لوري اماده کېږي.

د: د محصلینو یا مراجعینو د اړتیا وړ هغه کتابونه چې په کتابتون کې موجود نه وي کتابدار به د هغه لېست تیاروي تر څو چې په راتلونکې کې یې د پېرودلو لپاره اقدام وشي.

۲ـ سوغات:

د کتابتون لږ برخه د سوغات یا اهدا له لارې ترلاسه کیږي.

پنځمه ماده

د کتابونو د اماده کولو او ټاکلو کلي معیارونه

د کتاب ټاکنه د ګټه اخیستونکې ټولنې د نیازسنجۍ له مخې تر سره کیږي، چې په دې اساس لاندې معیارونه د پام وړ ګرځي:

۱ـ هغه سرچینې د حسابدارۍ، اقتصاد، مدیریت او حقوقو مطالب په ځان کې رانغاړي د کتابتون لپاره په لومړۍ کټګورۍ کې راځي.

۲ـ نفیس او غیر مسلکي کتابونه په وروستیو اولیتونو کې نیول کېږي.

۳ـ پېرودونکې منابع باید، د ټایپ، تصحیح، صحافت او کتاب جوړونې له نظره ستونزه ونلري.

۴ـ پېرودل شوي کتابونه باید لږ تر لږه په پنځو (۵) وروستیو کلونو کې خپاره شوي وي او له هر عنوان کتاب څخه د اړتیا وړ ټوکونه وپېرودل شي.

۵ـ هغه کتابونه چې د کتابتون لپاره پېرودل کیږي له ثبت مخکې باید په دقت سره وکتل شي ترڅو یې په صحافت او ترکیب کې کومه نیمګړتیا تر سترګو نشي تل باید سالمې او سمې نسخې وپېرودل شي.

۶ـ هغه سرچینې چې په محتوا کې یې د اسلامي دین د تقویت روحیه پرته وي، د د افغانانو د ملي هویت ځانګړتیاوې ولري، کورنۍ تقویه کوي، د عبادت، معنویت او توحید محتوا ولري او د مطالعه کوونکو لپاره ګټور وي په عمومي ډول د پېرودنې په دوهمه کټګورۍ کې ونیول شي.

۷ـ د کتابتون رسالت په نظر کې نیول.

۸ـ د کتابونو د پېرودلو لپاره ځانګړې بودیجې ته پاملرنه کول.

۹ـ هغو منابعو ته پاملرنه چې اړتیا ورته لیدل کیږي.

۱۰ـ د منابعو د ساتنې لپاره د موجودې فضا ته پاملرنه کول.

۱۱ـ د لیکوال، ژباړن او خپرندویه ټولنې ته پاملرنه کول.

۱۲ـ د اثر جامعیت او د محتوا عمق ته پاملرنه کول.

۱۳ـ د اثر بڼې ته پاملرنه کول.

۱۴ـ د اثر  علمي اړخ ته پاملرنه کول.

شپږمه ماده

د مختلفو سرچینو راټولولو تګلاره

۱ـ مرجع سرچینې: دا ډول سرچینې د کتابتون د ټولنې د ګټې اخیستنې اړتیا ته په کتو د اړوندې څانګې د مسؤل په وړاندیز، د کتابتون د ټولنې او کمېټې د غړو له خوا اماده کېږي.

۲ـ مذهبي، ادبي او هنري اثار: کتابتون د دیني کچې لوړولو په موخه او همدارنګه د مطالعه کوونکو د اړتیا سره سم کتابونه، اسلامي سرچینې، دینونه او مذهبونه، د افغانستان او نړۍ مشهور تاریخي، ادبي او هنري اثار  بودجې ته په کتو سره اماده کوي.

۳ـ دیجیټالي، الکترونیکي، غږیز او بصري مواد: دا ډول سرچینې د ګټه اخستونکو د اړتیا سره سم  په مختلفو زده کړیزو، علمي برخو کې اړوند کتابتون اماده کوي.

 

اوومه ماده

د سرچینو ټاکلو کمېټه

د سرچینو ټاکلو کمېټه د لاندې کسانو څخه تشکیل شوې وي:

( د کتابتون عمومي مدیر، کتابدار، د کتابتون مسلکي مسؤل، د مالي معاونیت یو غړی د هر پوهنځي یو تن استاد)

 

اتمه ماده

وجین

د وجین سیاست[د بې ګټې او زړو منابعو خارجول] دا هغه بهیر دی، چې د ټول کتابتون د دوریي  نظارت، ارزونې او بیا کتنې په پایله کې تر سره کېږي.

د وجیني سرچینو معیارونه

۱ـ هغه منابع چې زړې د صحافۍ او جوړونې وړ نه وي.

۲ـ مخکینۍ اثار چې نوي یې له بنسټیزو بدلونونو سره خپاره شوي وي.

۳ـ  د هغو کتابونو  تکراري نسخې ګټه ترې نه اخیستل کیږي.

۴ـ هغه کتابونه چې د ټولنې له فرهنګ او دیني شعائرو سره په ټکر کې وي.

دریم څپرکی

نهمه ماده

د رده بندۍ سیستم

د نمبرېنګ سیستم

۱ـ  د رده بندۍ سیستم: وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د مرکزي کتابتون ټول منابع د پوهنځیو او نورو څانګو په اساس طبقه بندي شوي، مثلا: ادبیات، تاریخ، اسلامیات، ارواپوهنه، عموميات، انګلیسي، کمپیوټر، حقوق، ژورنالېزم، اقتصاد، کیمیا، طب، زراعت، ریاضي او فزیک، جغرافیه، انجینري، مجلات، چې همدا طبقه بندي د کارکوونکو او ګټه اخیستونکو د اسانتیا لامل ګرځېدلې ده.

۲ـ د نمبرېنګ سیستم: دا هغه شمېره ده چې د کتاب پر پاڼه د لېبل په بڼه چسپ او د همدې شمېرې په اساس سره کتاب په اړونده څانګه کې په اسانۍ سره موندل کیږي.

 

لسمه ماده

ډیټابېس

کتابونه له طبقه بندۍ او فهرست لیکنې وروسته ډېټابېس ته داخلېږي.

د کتابونو او الماریو  مشخصول او برچسپ

۱ـ د کتابتون ټول کتابونه د کتابتون په مهر ټاپه کیږي.

۲ـ ټولې المارۍ نامګذاري کیږي او لیبل ورباندې چسپ کیږي.

۳ـ لیبل د کتاب په ټوک باندې له بېخ څخه د ۳ سانتي متر په اندازه لوړ وهل کیږي او ورباندې چسپ کیږي.

یوولسمه ماده

د کتابونو د ځانګړتیاوو لیست

۱ـ د کتابونو د ځانګړتیاوو لیست د پوهنځیو په اساس طبقه بندي کیږي او مراجعینو ته په واک کې ورکول کیږي.

۲ـ په الماریو کې کتابونه له راسته لوري څخه چپه لوري ته څنګ پر څنګ اېښودل کیږي.

 

څلورم څپرکی

دوولسمه ماده

دندې او مکلفیتونه

د عمومي مدیر دندې او صلاحیتونه

د ټول کتابتون مدیریت، سازماندهي، کنترول او نظام جوړونه د مدیریت د حوزې په نامه سره یادیږي. کتابدار، د ارشیف مسؤل او  په سر کې یې د کتابتون عمومي مدیر د کتابتون د ادارې مسؤلیت پرغاړه لري.

مهمې دندې یې په لاندې ډول دي:

۱ـ د کتابتون سازماندهي، نظام جوړونه او د کړنو کنترول.

۲ـ همغږي، له افرادو سره اغېزناکې اړیکې، ګټورې پرېکړې، د ټاکل شویو اهدافو لوري ته لارښوونه کول.

۳ـ د نمبرېنګ سیستم سره سم د ډېټابېس ایجاد.

۴ـ  د ټولو هغو کارونو تر سره کول چې د دندې سره په اړیکه کې د قانون، مقرراتو  او لوایحو سره سم یې د ادارې له لوري سپارښتنه کیږي

دریارلسمه ماده

د کتابدار دندې او صلاحیتونه

د کتابدار دندې:

 د کتاب انتخاب، سفارش، راټولول، د کتاب ثبت، سازماندهي، فهرست نویسي، د کتاب نمبرېنګ د کتابونو امانت ورکړه او ټولونه

۱ـ د کتابتون له سیستم سره سم د کتابونو ثبت، ټاپه، نمبر ، تنظیم او په اړوند الماریو او خانو کې یې ځای پرځای کول.

۲ـ د کتابونو امانت ورکول، بېرته اخیستل د هغو کسانو لېست چمتو کول چې کتابتون ته یې بېرته کتابونه نه دي سپارلي.

۳ـ د ډېټابېس له مشخصاتو سره سم د کتابونو د طبقه بندۍ، فهرست لیکنې او اماده کول.

۴ـ  د نیازسنجۍ، سفارشاتو او سرته رسېدلو فعالیتونو  پر بنسټ د کتابتون لپاره د نویو کتابونو ټاکنه.

۵ـ د ټولو هغو فعالیتونو ترسره کول چې د مستقیم امر له خوا یې د قانون، مقرراتو او لوایحو سره سم د ادارې د اهدافو لاسته راوړو په هدف  سپارښتنه کیږي.

څوارلسمه ماده

د کتابتون د ارشیف د مسلکي مسؤل دندې او صلاحیتونه

۱ـ د ټولو هغو، متني، سمعي، غږیزو، اسنادو، مدارکو، سوغاتو، لقبونو، راټولول، چې له داخلي او خارجي هیوادونو له خوا دې ادارې ته اهدا کیږي.

۲ـ د ادارې د ځانګړو خپرونو، کلکسیونونو، راټولول او همدارنګه د نورو  اداراتو او وزارتونو   نشراتو، جرایدو، ورځپانو کلکسیونونه ترتیب کول تر څو د اړتیا په وخت کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.  

۳ـ د ټولو هغو فعالیتونو ترسره کول چې د مستقیم امر له خوا یې د قانون، مقرراتو او لوایحو سره سم د ادارې د اهدافو لاسته راوړو په هدف  سپارښتنه کیږي.

د محصل مکلفیتونه

۱ـ کتابتون ته د داخلېدو په وخت کې باید محصل له ځانه سره د کتابتون کارت ولري

۲ــــ یو کس کولای شي له ۱ـــــــــ ۳ کتابونو پورې د امانت په ډول یوسي، خو تر څو چې همدا کتابونه بېرته ونه سپارې نشي کولای بل کتاب امانت واخلي.

۳ـــــ له کتابتون څخه بېرون ته د کتاب وړلو موده له ۷ ــــــ تر ۱۰ ورځو پورې ده همدارنګه د اړتیا په حالت کې یو ځل تمدید کیدلای شي.

۴ـــــــ د کتاب د تخریب په حالت کې له محصل څخه کتاب نه اخیستل کیږي. شخص مکلف دی چې لګښت یې ورکړي.

۵ــــ د کتاب ورکېدو په حالت کې امانت اخیستونکی مکلف دی، چې د همغه کتاب نوې نسخه اماده او د کتابتون مسؤل ته یې وسپاري، د کتاب نه پیدا کېدو په صورت کې د کتاب قېمت وړاندې کولی شي.

۶ــ کوم محصل چې کتابتون ته د ننه کیږي باید خپل ټول کتابونه، بکسونه د کتابتون په ځانګړو الماریو کې کیږدي

۷ــــــ په کتابتون کې د هر پوهنځي کتابونه بېل شوي دي، هېڅوک حق نلري د یوې المارۍ کتابونه بلې المارۍ ته انتقال کړي.

۸ـــــ هر محصل په یو وخت کې د دوو کتابونو اخیستلو اجازه لري البته د وروستي سمستر محصلین له دې کار څخه مستثنا دي دوی کولی شي د خپلې پروژې یا مونو ګراف د بشپړېدو په خاطر پنځه کتابونه واخلي او تر یوې یا دوو اونیو پورې یې کتابتون ته وسپاري.

۹ـــــ  هېڅ محصل د پوهنتون د مونوګراف وړلو حق نلري یوازې په کتابتون کې د مطالعې اجازه ورکول کیږي.

۱۰ــ  هر محصل مکلف دی، چې د کتابتون ته د داخلېدو په صورت کې د راجستر په ځانګړو کتابونو کې خپل نومونه ثبت او لاسلیک یې کړي.

د علمي کادر غړو او د اداري کارمندانو  لپاره د کتابتون شرایط

۱ـ د علمي کادر غړي یا هم اداري کارمند ته د کتابتون کارت نه توزیع کیږي، خو شهرت یې باید په ډېټابس کې ثبت وي.

۲ــــــ د علمي کادر غړي ته تر ۷ جلده کتابونو پورې د ورکړې حق شته، ځکه هغوی د تدریس او څېړنې چارې پر غاړه لري.

۳ــ د کتابتون توزیع شوي کتابونه باید علمي کادر غړي د یوې میاشتې او یا هم د یو سمستر په موده کې بېرته کتابتون ته وسپاري.

۴ــ په پورته یادو شوو مادو کې ټول زده کړیالان، علمي کادر غړي او وردګ پوهنتون مامورین باید یادې کړنلارې پر ځان ومني که څوک له یادو مادو څخه سرغړونه کوي د پوهنتون ریاست اړوند معاونیت ته به ورپېژندل کیږي چې د نوموړي په حق کې یې هر ډول پرېکړه وکړه، نو د کتابتون مدیریت او اړوند معاونیت به یې تطبیق کوي.

له برېښنایي کتابتون او کمپیوټرو څخه د استفاده کوونکو  مکلفیتونه

۱ـ په برېښنایي کتابتون کې هر زده کړیال مکلف دی، چې پي ډي اف یعنې سافټ کتابونو، علمي مقالو، علمي مجلو او په افلاین ډېټابس کې د شته لینکونو څخه استفاده وکړي.

۲ــ هېڅ محصل حق نلري، چې د کمپیوټر په پروګرامونو کې کمی یا زیاتی وکړي.

۳ــ په کمپیوټر  کې د مشکل پیدا کیدو په حالت کې محصل کولی شي د کتابتون له مسؤل شخص سره اړیکه ونیسي.

۴ــ په کمپیوټر کې د آی ټي مدیریت له خوا په ټولنیزو شبکو ( فېسبوک¸تویټر، وای فای ...) بندیز لګېدلی نو هیله لرو  د کتابتون مسؤلینو ته مزاحمت مه کوئ.

۵ــ که له محصل څخه د کتابتون هویت کارت په یو ډول نه یو ډول سره ورکیږي، محصل به د پوهنتون ریاست ته وړاندیز کوي او د حکم له اخیستلو وروسته به د ۵۰ افغانیو په ارزښت نوی کارت ورکول کیږي.

۶ــ محصل ته حق نه دی ورکړل شوی، چې د بل محصل په کارت باندې له کتابتون څخه ګټه ترلاسه کړي.

۷ــ محصل حق نلري، د کتابتون مجلې، او اخبارونه له ځانه سره یوسي یوازې په کتابتون کې یې مطالعه کولی شي.

۸ ــ د هر سمستر له پای سره سم باید محصل له کتابتون سره خپل حسابونه تصفیه کړي.

۹ـــ په کمپیوټرو کې د کار کوونکو لپاره نیم ساعت وخت په نظر کې نیول شوی، تر څو د نورو زده کړیالانو وخت ضایع نشي.

د ګروپي مطالعې د خونو پالیسي

د وردګ پوهنتون د کتابتون عمومي مدیریت، محترمو استادانو او  ګرانو محصلینو ته یو لړ معیاري او په زړه پورې خدمتونه په دوو وختونو کې ( له سهار نه تر غرمې او له غرمې تر مازدیګره) وړاندې کوي. وردګ پوهنتون د معیاري خدماتو د زمینې برابرلو، مطالعې او څېړنو په هدف دوه ډوله کتابتونونه د مراجعینو لپاره ایجاد کړي دي.

۱ـ فزیکي کتابتون، چې (                      )نسخې کتابونه پکې موجود دي.

۲ـ انلاین ډيجیټل کتابتون چې (                  ) کتابونه په سافټ بڼه پکې ځای پرځای شوي دي.

استادان، اداري کارکوونکي او محصلین کولای شي په ګروپي خونو کې د خپلو څېړنو. مقالو، سمینارونو  او مونوګرافونو د بشپړېدو په هدف تشریف راوړي او خپلې پروژې پکې بشپړې کړي.

دا چې په پوهنتون کې زیاتره برخه پر محصل محورۍ راڅرخي محصلین په زده کړه کې د یو فعال عنصر په توګه ونډه لري او ګټورې پایلې تر لاسه کوي نو په همدې اساس وردګ پوهنتون رهبرۍ د کتابتون د غوښتنې په اساس دوی ته د اسانتیاوو د ایجاد او ستونزو د حل په موخه ګروپي اطاقونه د استادانو او محصلینو د ګټې اخیستنې لپاره ایجاد کړي دي،  ترڅو ورڅخه بشپړه او قانوني ګټه واخلي.

د ګروپي خونو د ګټه اخیستونکو مسؤلیتونه:

  • محصلین باید اوطاقونه یواځې د ګروپي کارونو لپاره وکاروي.
  • د اړتیا په حالت کې، محصلین کولای شي د کتابتون د مسؤل کس سره په همغږۍ د خپلو پایلیکونو لپاره له ګروپي اطاقونو ګټه واخلي.
  • محصلین د ګروپي اوطاقونو څخه له ګټې اخیستنې مخکې د کتابتون له مسؤل سره خپل هدف شریک کړي.
  • د کتابونو سالمه ساتنه د ګټه اخیستونکو مسؤلیت دی.
  • د نظم او نظافت په برخه کې ټول محصلین مسؤل دي.
  • کله چې محصلین خپل ګروپي کار پای ته ورسوي، نو کتاب دې د کتابتون مسؤل ته وسپاري.
  • محصلین باید نورو کسانو ته له مزاحمت څخه کلکه ډډه وکړي.
  • د اوطاقونو په داخل کې د خوراکي توکو خوړل منعه دي.
  • په اوطاقونو کې په لوړ غږ او تلفن کې غږېدا منعه ده.

 

 

پنځم څپرکی

پنځلسمه ماده

متفرقه احکام

د ادارې بیروني مراجعین

هغه کسان چې وردګ د لوړو زده کړو موسسې اړوند نه وي د ریاست مقام له اجازې ورکولو  یا د هغوی د معرفي کولو وروسته کولای شي د کتابتون په چاپېریال کې د کتابتون له معنوي شتمنۍ ګټه واخلي.

شپاړسمه ماده

کتابتون ته د شخصي شیانو منع

کتابتون ته د شخصي وسایلو لکه بکس، خلتې، شخصي کتابونه او داسې نور منعه دي مراجعین کولای شي د کتابتون د ادارې د مسولو کسانو له خوا چې کوم ځایونه مشخص شوي په هغوی کې کېښودل شي.

اووه لسمه ماده

کتاب قیدول

د کتاب په قید کې د کتاب بشپړ شهرت لکه د کتاب نوم، لیکوال، ژباړن، ټوک، تعداد، نوعیت، د صفحو تعداد، د چاپ کال، د چاپ ځای، د پېرودلو نېټه، د کتاب قېمت

 

آته لسمه ماده

د باقیدارۍ د رفعې د مسؤلیت سند

مفتشین،اداري کارکوونکي او محصلین د تبدیلۍ، منفکۍ او تقاعد په وخت کې مکلف دي، چې  د کتابتون د باقیدارۍ مسؤلیت د رفعې سند تر لاسه کړي

نولسمه ماده

د کال په اخر کې موجودي

د کتابتون د هر کال په پای کې موجودي اخیستل کیږي یو نقل یې تدارکاتی برخې ته لېږل کیږي.

شلمه ماده

د کتابتون نظافتي، امنیتي او ظاهري حالت

۱ـ کتابتون باید د ګرمۍ او یخنۍ ( د منظمې فضا ) څخه برخمن وي.  ۲ــ کتابتون باید له ګرد او دوړو څخه پاک  وي.

۳ـ د کتابتون په ټولو برخو کې نظافت مراعات شي.

۴ـ د اور او سوزېدنې د مخنیوي لپاره د اوروژونکي کپسول نصب کول اړین دي

۵ـ ټولې کړکۍ، ورونه باید بشپړ خوندي او امن وي.

۶ـ د سالون طبعي او مصنوعي نور باید داسې وي سترګو ته ضرر ونه رسوي.

۷ـ د میزونو او چوکیو سطحه باید صافه او پاکه وي.

۸ـ د اشغال سطلونه باید په مناسبو کڅوړو پوښل شوي وي په مناسب ځای کې پاک او ستره اېښودل شوي وي

۹ـ په کتابتون کې د هر ډول اضافي وسایلو، غیرمصرفي موادو او ضایعاتو ساتل منعه دي.

۱۰ـ د مطالعې سالون ته د بکس، کتاب، کتابچې، مارکر او هر ډول شخصي توکو راوړل منعه دي.

خپل کتاب او شخصي توکي د کتابتون کتابدار ته تسلیم کړئ.

 

یوویشتمه ماده

د پوهنتون د مرک کتابتون د کمېټې او علمي شورا تائید او منظوري

پورته طرزالعمل وردګ د لوړو زده کړو موسسې د کتابتون عمومي مدیریت په پنځو (۵) څپرکو او (۲۱) مادو کې ترتیب کړی، چې د مرکزي کتابتون د کمېتې په (  ۱  ) ګڼه او      ۷ /      ۵  / ۱۴۰۳ کال پروتوکول غونډه ثبت او تائید دی

د مرکزي کتابتون دکمېټې مسؤل

پوهنمل غلام رباني شهامت

پورته طرزالعمل چې د کتابتون عمومي مدیریت لخوا ترتیب وردګ دلوړو زده کړو موسسې د علمي شورا په (    ) ګڼه   /        /  ۱۴۰۳ کال پروتوکول غوڼډه کې ثبت او تائید دی

د علمي شورا رئیس

شیخ القران و الحدیث مولوي صفت الله حقاني

 

 

 

 

 

 

 

لړلیک

لومړی څپرکی.. 1

لومړۍ ماده 1

موخه. 1

دوهمه ماده 1

د کتابتون اهداف او رسالت.. 1

دریمه ماده 1

اصطلاحات.. 1

کتابتون. 1

د کتابتون ټولنه. 1

کتابدار. 1

آرشیف.. 1

سازماندهي.. 2

رده بندي.. 2

لړلیک لیکنه. 2

وجین. 2

عادي کتابونه ( کثیر الطبع). 2

مرجع کتابونه. 2

سرچینې.. 2

منابع مرجع. 2

سوغاتي منابع. 2

د کتلاک کارت.. 2

هویت کارت.. 3

ډلبندي.. 3

دوهم څپرکی.. 3

څلورمه ماده 3

د کتاب اماده کولو تګلارې.. 3

پنځمه ماده 4

د کتابونو د اماده کولو او ټاکلو کلي معیارونه. 5

شپږمه ماده 5

د مختلفو سرچینو راټولولو تګلاره 5

اوومه ماده 5

د سرچینو ټاکلو کمېټه 5

اتمه ماده 5

وجین. 5

دریم څپرکی.. 6

نهمه ماده 6

۱ـ  د رده بندۍ سیستم: 6

۲ـ د نمبرېنګ سیستم: 6

لسمه ماده 6

ډیټابېس.. 6

یوولسمه ماده 6

د کتابونو د ځانګړتیاوو لیست.. 6

څلورم څپرکی.. 6

دوولسمه ماده 6

دندې او مکلفیتونه. 6

دریارلسمه ماده 7

د کتابدار دندې او صلاحیتونه. 7

څوارلسمه ماده 7

د کتابتون د ارشیف د مسلکي مسؤل دندې او صلاحیتونه. 7

پنځم څپرکی.. 10

پنځلسمه ماده 10

متفرقه احکام. 10

شپاړسمه ماده 10

کتابتون ته د شخصي شیانو منع. 10

اووه لسمه ماده 10

کتاب قیدول. 10

آته لسمه ماده 10

د باقیدارۍ د رفعې د مسؤلیت سند. 10

نولسمه ماده 10

د کال په اخر کې موجودي.. 10

شلمه ماده 10

د کتابتون نظافتي، امنیتي او ظاهري حالت.. 10

یوویشتمه ماده 11

د پوهنتون د مرک کتابتون د کمېټې او علمي شورا تائید او منظوري.. 11