د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

wu_admin
Sat, Sep 09 2023 12:39 PM

په دې توګه د تدراکاتو د قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، چې (۵۰۰) جرېبه ځمکې د احاطې جوړولو پروژې قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره یې (MOHE/WIHE/1402/NCB/W-03) ده، تل ودان او رئید حقمل (JV) شرکتونو ته چې د دغه (D-38691, 52106)  شمېرې جواز لرونکي دي او د کابل ښار په پنځه ناحیه کې موقعت لري، د (40,356294) څلوېښت میلیونه درې سوه شپږ پنځوس زره دوه سوه څلور نوي افغانیو په ارزښت باندې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراض لري، کولی شي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو دلائیلو سره یو ځای وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې ته چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند دشت ټوپ دښته کې موقعت لري د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په مانا نه ده، د یادې نېټې او قانوني مراحلو له بشپړېدو څخه وړاندې به قرارداد عقد نه شي.

Latest news

Wed, Aug 28 2024 3:57 PM
Background image

له وردګ پوهنتون څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول

له وردګ پوهنتون څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول

د وردګ پوهنتون له زراعت او ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د یادو محصلینو لپاره فراغت غونډه د وردګ پوهنتون په تحقیقاتي. . .

Thu, Aug 22 2024 9:04 AM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت اړوند د وردګ پوهنتون یو د لویو لاسته راوړنو څخه هغه  (۷) اووه جریبه غصب شوې ځمکه

د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په جریان کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د وردګ پوهنتون یو د لویو لاسته راوړنو څخه هغه  (۷) اووه جریبه غصب شوې ځمکه د غاصیبینو له منګولو څخه  ترلاسه کول. . .

Fri, Jun 07 2024 8:02 AM
Background image

په  وردګ پوهنتون کې د ١٤٠٣ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو

په  وردګ پوهنتون کې د ١٤٠٣ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو. په میدان وردګ ولایت کی د کانکور ازموینې پرانیستغونډه د مرستیال والي الحاج مولوي سیدالرحمن حافظ ، ولایتي مسؤلینو، د. . .

BACK TO NEWS