د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.
په سیمینار کې د ستونزو او فشارونو پر پېژندنې، د دواړو ترمنځ توپیر، د رامنځته کېدو پر لاملونو، سرچینو او نښو بحث وشو. همدارنګه، له ستونزو سره د مقابلې سالمې لارې، د سم تصمیم نیولو اهمیت او په اسلام کې د ستونزو د حل تګلارې تشریح شوې.
ښاغلي نیمګړي ټینګار وکړ، چې صبر، توکل، مثبت فکر، د ستونزو سم درک او د مناسبو حللارو غوره کول د ژوند له ننګونو سره په بریالۍ مبارزه کې مهم رول لري.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
