د کندز پوهنتون کرنې پوهنځي څخه راغلي پلاوي له وردګ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

wu_admin
Mon, Jul 27 2026 4:14 PM
تحقیقاتي فارم

د علمي اړیکو او ګډو څېړنیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د کندز پوهنتون د کرنې پوهنځي د اتو څانګو آمرینو او استادانو له وردګ پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه.

د پلاوي ښه راغلاست د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي او د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور عبدالکریم امین له لوري وشو چې ورته د وردګ پوهنتون او په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځي د علمي، څېړنیزو او عملي فعالیتونو، تدریسي امکاناتو او راتلونکو همکاریو په اړه معلومات وړاندې شول.

وروسته نوموړي پلاوي د کرنې پوهنځي له څېړنیز فارم، ګلخانې، څېړنیزو پروژو او عملي روزنیزو اسانتیاوو څخه لیدنه وکړه او د یادو برخو له تخنیکي فعالیتونو او لاسته راوړنو، په اړه ورته بشپړ معلومات وړاندې شول. 

د لیدنې په پای کې د دواړو پوهنتونونو استادانو د ګډو څېړنیزو پروژو، علمي تجربو پر تبادلې ټینګار وکړ، ترڅو د متقابلو تجربو او علمي ظرفیتونو له شریکولو سره د ملک د لوړو زده کړو په نظام کې اغېزمنه علمي همکاري نوره هم پیاوړې شي.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Aug 18 2026 12:35 PM
Background image

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي او د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور عبد الکریم امین له لوري د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له رئیس مولوي محمد رحیم نعماني سره د نوموړي. . .

Mon, Aug 17 2026 12:43 PM
Background image

د وردګ پوهنتون «وردیکا» علمي څېړنیزې مجلې لومړۍ ګڼه چاپ او رسما له اړوند برخو سره شریکه شوه.

د وردګ پوهنتون له خوا خپرېدونکې «وردیکا علمي څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه چاپ او په رسمي ډول له اړوندو ادارو سره شریکه شوه.

په دې ګڼه کې د ټولنیزو علومو په برخه کې د بېلابېلو څېړونکو ۱۲. . .

Mon, Aug 10 2026 2:30 PM
Background image

استادانو ته د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د لا ښه والي په موخه، د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار د پوهنتون په کچه د نصاب هیئت له لوري، د. . .

BACK TO NEWS