وردګ پوهنتون کې د ۱۸۰ میلینونه افغانیو په ارزښت د لیلیې جوړلو چارې پیل شوې

wu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۴
وردګ پوهنتون پروژی

د لوړو زده کړو محترم وزیر په وردګ پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته د وینا ترڅنګ، د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د محصلانو لپاره د څلور پوړيزه ليليې ودانۍ د جوړېدو عملي چارو پرانیسته وکړه
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم تر څنګ، د دې وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني، د ټولګټو وزارت تخنيکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجینر مجيب الرحمن عمر اخندزاده، د میدان وردګ ولایت والي، د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس مولوي نور الرحمن نصرت، د یاد ولایت د علماوو شورا شيخ مولوي عبدالهادي فضلي او نورو ریاستونو رئیسانو، علماء کرامو، د وردګ پوهنتون مسؤلینو، استادانو او قومي مخورو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې د استادانو تعهد او ژمنتیا او د مسؤلینو لخوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ کولی شي، چې د لوړو زده کړو نظام مو لا پیاوړی کړي.
محترم شیخ صاحب زیاته کړه: "د مسلمانو امیر ته دوه سترې دندې، چې د مسلمانانو د دین او دنیا ساتنه ده ور تر غاړې دي، موږ هم د اسلامي نظام منسوبین او مسؤلین یو او د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه او د هغوی خدمت به کوو."
هغه همدا راز وویل، چې ا.ا.ا او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت ټولو پوهنتونونو ته د بودیجې، اسانتیاوو او مناسب چاپېریال برابرولو مسؤلیت لري.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني وویل، چې د دې وزارت په چوکاټ کې دوه شیان ډېر اړین دي، چې تحصیلي نصاب او غوره استادان دي او په وینا يې چې په دواړو برخو کې مو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په ورته وخت کې د میدان وردګ ولایت والي مولوي خیرالله خیرخواه وردګ پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ولایت په سطحه هغه امکانات چې لري یې، د تعلیمي او تحصیلي مراکزو څخه به یې ونه سپموي.
همدارنګه له غونډې وروسته د لوړو زده کړو محترم وزیر او ټولو ګډونوالو په یاد پوهنتون کې د ۱۸۰ میلونه افغانیو په ارزښت د محصلینو د لیليې جوړولو پروژې عملي چارې پرانیستې دغه ليله څلور پوړه او دوه بلاکونه لري او په یو وخت کې  ۱۶۰۰ محصلانو د اوسېدو ظرفيت لري. د دې ترڅنګ یې په یاد پوهنتون کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱,۳ کیلومتره داخلي سړکونو، چې په اساسي ډول جوړ او قیر شوي وو، د ۳۴ میلونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۸ متره په اوږدوالي د سیلبورونو د تحکیم کارۍ پروژه، چې دواړو خواوو ته ۶ زره نیالګي او د اوبو قطره یي سیستم لري ګټې اخیستنې ته وسپارلې او دغه راز یې د ۱۴,۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې پوهنځي ودانۍ د پاتې چارو بشپړولو او د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون د صحن د هموارۍ او پلې لارو جوړولو پروژو چارې پرانیستې.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق د جمادي الثاني ۲۷ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د قوس ۲۷ مه

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۸:۴۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه ترسره شوه

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګڼ شمېر محصلینو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون ترسره شوه.

د «ریښتیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۲۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۳
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

BACK TO NEWS