وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې
د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په برابرولو کې مهم رول لري.
ټاکل شوې، د لومړۍ طبقې له بشپړېدو او تخنیکي ارزونې وروسته، د منظور شوې طرحې او معیارونو له مخې د سرکونو وروستۍ اسفالتي طبقه هم تطبیق شي، چې په بشپړېدو سره به یې د داخلي فرعي سرکونو مقاومت، دوام او د تګ راتګ اسانتیاوې لا پیاوړې شي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه د پوهنتون د فزیکي بنسټونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه، د رغنیزو او زیربنایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو لپاره لا مناسب او معیاري تحصیلي چاپېریال برابر شي.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
