د وردګ پوهنتون د صحن هموارکارۍ پروژې چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.

wu_admin
Sun, May 10 2026 12:43 PM
د اوار کاری پروژی کارونه


د علمي چاپېریال د لا ښکلا، تنظیم او معیاري کولو په موخه د وردګ پوهنتون د صحن هموارکارۍ پروژه په چټک او منظم ډول روانه ده، چې تر دې مهاله یې شاوخوا ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
یاده پروژه، چې د پوهنتون د فزیکي زیربناوو د پیاوړتیا او د محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د مناسب او معیاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه پیل شوې، په کې د صحنې هوارول، د تګ راتګ مسیرونو تنظیم، د چاپېریال ښکلا او د عامه اسانتیاوو برابرولو اړوند بېلابېلې برخې شاملې دي.
د پوهنتون مسئولین وایي، هڅه کوي څو د یادې پروژې پاتې چارې هم په ټاکلي وخت او لازم کیفیت بشپړې شي، ترڅو محصلین او د پوهنتون مراجعین له یوه منظم، پاک او عصري علمي چاپېریال څخه برخمن شي.
وردګ پوهنتون د علمي پرمختګ ترڅنګ د معیاري زیربناوو جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه لري چې د هېواد د لوړو زده کړو په ډګر کې د یوه پرمختللي علمي مرکز په توګه خپل رول لا پیاوړی کړي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Jul 26 2026 9:00 AM
Background image

د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو څوارلس ورځنی سیمینار د ازموینې په اخیستلو سره پای ته ورسېد.

د میدان وردګو ولایت د عبور او مرور عمومي مدیریت له لوري د وردګ پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د موټر چلولو جواز د  ترلاسه کولو په موخه ترسره شوی څوارلس ورځنی روزنیز سیمینار. . .

Tue, Jul 21 2026 11:41 AM
Background image

وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ رغنیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي د نیمه‌کارې ودانۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې. . .

Mon, Jul 20 2026 12:46 PM
Background image

علمي کادر غړو ته د برېښنايي ټولګي Google Classroom د کارونې ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون برېښنايي زده کړو کمېټې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او د برېښنايي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د برېښنايي ټولګي. . .

BACK TO NEWS