وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵ ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه پیل شوه.

wu_admin
Wed, May 13 2026 10:53 AM
بایمتریک

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه په منظم او شفاف ډول پیل شوه. دغه پروسه د نوماندانو د هویت د تثبیت، د شفافیت د تأمین او د ازموینې د قانوني او اصولي ترسره کېدو لپاره د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو عمومي ادارې د طرزالعمل له مخې عملي کېږي.
یاده پروسه د پوهنتون د مسؤولینو تر مستقیمې څارنې لاندې د بایومټریک کارکوونکو په همغږۍ پیل شوې ده. په دې بهیر کې د نوماندانو د ګوتو نښې، انځورونه او اسناد په برېښنايي بڼه ثبتېږي، څو د هر ډول جعل او درغلۍ مخه ونیول شي.
همداراز د پروسې د خوندي او منظم ترسره کېدو لپاره د میدان وردګو ولایت د استخباراتو ریاست، امنیه قومندانۍ او د دې قومندانۍ اړوند ترافیکو مدیریت هم شتون لري، چې ټول په ګډه د نظم ساتنې، د نوماندانو د تنظیم او د تګ‌راتګ د اسانتیا لپاره په ګډه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروسه به سبا ورځ هم دوام ولري او له هغې وروسته به د درېیو ورځو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شي.
 

Latest news

Sat, Jul 11 2026 3:47 PM
Background image

وردګ پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د ارزونې پلاوي تشریف راووړ.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست رسمي پلاوي د وردګ پوهنتون د علمي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو د هر اړخیزې ارزونې په موخه دغه علمي بنسټ ته تشریف راووړ.

د پلاوي. . .

Tue, Jul 07 2026 12:02 PM
Background image

وردګ پوهنتون کې د فرعي سړکونو او پلي لارو جوړولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د وردګ پوهنتون د فزیکي زېربناوو د پراختیا، د پوهنتون د چاپېریال د معیاري کولو او د محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د. . .

BACK TO NEWS