د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي او د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

wu_admin
Tue, Aug 18 2026 12:35 PM
د کرنې او مالداري ریاست هوکړه لیک

دغه هوکړه‌لیک د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور عبد الکریم امین له لوري د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له رئیس مولوي محمد رحیم نعماني سره د نوموړي ریاست په دفتر کې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شو.

د هوکړه‌لیک له مخې به دواړه بنسټونه د علمي تجربو او معلوماتو په شریکولو، لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو، ګډو علمي څېړنو او په کرنیزه برخه کې د شته ستونزو د علمي حل‌لارو په موندلو کې ګډ کار کوي.

همدارنګه، دواړه لوري به د اړوندو پالیسیو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو کرنیزو برخو کې ګډ علمي او څېړنیز فعالیتونه ترسره کوي څو د دواړو برخو علمي ظرفیتونه د کرنې له عملي اړتیاوو سره همغږي او د کرنیزو ستونزو لپاره اغېزمنې او عملي حل‌لارې وموندل شي.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

Tue, Oct 13 2026 9:24 AM
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

BACK TO NEWS