د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح سیمینار ترسره شو.

wu_admin
Tue, Sep 15 2026 11:20 AM
د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.  دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام رباني شهامت، له لوري وړاندې شو، چې استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.  ښاغلي شهامت په خپلو څرګندونو کې د ستراتیژیک پلان پر مفهوم، د جوړولو پر پړاوونو او چوکاټ خبرې وکړې او د وردګ پوهنتون نوی ستراتیژیک پلان یې د هغه د موخو، اساسي برخو او اړوندو تګلارو له مخې په تفصیل

د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام رباني شهامت، له لوري وړاندې شو، چې استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.

ښاغلي شهامت په خپلو څرګندونو کې د ستراتیژیک پلان پر مفهوم، د جوړولو پر پړاوونو او چوکاټ خبرې وکړې او د وردګ پوهنتون نوی ستراتیژیک پلان یې د هغه د موخو، اساسي برخو او اړوندو تګلارو له مخې په تفصیلي ډول تشریح کړ.

د سیمینار په ترڅ کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات وړاندې کړل، چې ورته لازم وضاحتونه ورکړل شول او سیمینار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Sep 23 2026 11:14 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

Mon, Sep 21 2026 11:32 AM
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

BACK TO NEWS