د لوړو زده کړو وزیر وردګ پوهنتون کې بېلابېلې پروژې پرانیستې

wu_admin
Wed, Feb 14 2024 9:29 AM
wazir

د لوړو زده کړو وزیر وردګ پوهنتون ته د سفر پرمهال د (۸۱) میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پرانیستې.

د یادو پروژو په لړ کې د څېړنیز مرکز د ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل، له برېښنا شبکې سره د وردګ پوهنتون نښلول، د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم د بنسټ ډبره اېښودل، د لابراتواري تجهیزات پیرودل ، د کرکټ میدان د بنسټ ډبره اېښودل او په ۱۴۰۲ کال کې دکرنې پوهنځي له اتو عملي او څېړنیزو پروژو څخه د دفاعیه غونډې پرانیستل شامل وو.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندامحمد "ندیم" په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د دغه پوهنتون په اړه یې خپلې مخکنۍ ژمنې پوره کړې دي. هغه وویل: ((دا دوهم ځل دی چې وردګ پوهنتون ته سفر کوم، په لومړي سفر کې مې چې کومې ژمنې کړې وې، الحمدلله هغه ټولې ترسره شوې او نن به یې د پرانیستې شاهدان واوسو.))

د لوړو زده کړو وزیر د خپلو خبرو په لړ کې د لوړو زده کړو له مؤسساتو او پوهنتونونو څخه د ا.ا.ا قوي ملاتړ اعلان کړ او دا یې د پردیو آوازې او ګنګوسې وبلې، چې ا.ا.ا پوهنتونونو ته پاملرنه نه کوي: ((ا.ا.ا د پوهنتونونو او عصري علومو له مؤسساتو څخه د اسلامي شریعت په رڼا کې ملاتړ کوي، موږ هم د عصري علومو ترقۍ او هم د دیني علومو ترقۍ ته اړتیا لرو او دا دواړې برخې به اوږه په اوږه پرمخ بیایو.))

د غونډې بل وینا وال د وردګ پوهنتون رئیس شیخ مولوي صفت ح.ق.ان.ي د خپلې وینا پرمهال له لوړو زده کړو وزارت او د میدان وردګ ولایت له عالی مقام څخه مننه وکړه، چې د وردګ پوهنتون پراختیا او پرمختیا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او په دې برخه کې يې د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته مثبت ځوابونه ویلي: (( د لوړو زده کړو له ښاغلي وزیر صاحب او د میدان وردګ ولایت له عالي مقام څخه مننه کوو، تل یې زموږ وړاندیزونه منلي او په بېلابېلو برخو کې يې د دغه پوهنتون پرمختګ ته پاملرنه کړې ده.))

د غوندې په وروستۍ برخه کې د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال دکتور عنایت الرحمن مایار د وردګ پوهنتون د کړنو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او په علمي برخه کې د یادو پروژو پر مؤثریت یې خبرې وکړې، د دکتور مایار په وینا یادې پروژې د یو بل لپاره بشپړونکې دي: ((هغه پروژې چې نن ګټې اخیستنې ته سپارل کيږي او یا یې د بنسټ ډبره اېښودل کېږي، په حقیقت کې د یوې او بلې لپاره بشړوونکې دي، د څېړنیز مرکز ودانۍ زموږ د استادانو لپاره د څيړنو امکانات برابروي، څېړنیز فارم او لابراتواري تجهیزات د کرنې پوهنځي د عملي تدریس لپاره ډېر اړین دي او د برښنا پرمټ عصري تکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کوو.))

دکتور مایار دغه راز په څېړنیزو برخو کې د وردګ پوهنتون موجوده امکانات او تجهیزات د دې لپاره مناسب وبلل، چې په دغه پوهنتون کې د څيړنیزو چارو معاونیت هم ایجاد شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وردګ پوهنتون تر دې مهاله په مالي او علمي برخه کې دوه معاونیتونه، او د کرنې، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، کمپیوټر ساینس او اقتصاد پنځه پوهنځي لري، چې ۱۶۰۰ تنه محصلین په کې زده کړې کوي.

Latest news

Wed, Sep 23 2026 11:14 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

Mon, Sep 21 2026 11:32 AM
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

Sat, Sep 19 2026 1:57 PM
Background image

د وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو

وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت د علمي او مسلکي همکاریو د دوام او پراختیا په موخه، د دواړو بنسټونو ترمنځ پخوانی دوه اړخیز همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

د. . .

BACK TO NEWS