دلوړو زده کړو وزیر په وردګ پوهنتون کې یوشمیر پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

wu_admin
Tue, Nov 19 2024 8:50 AM
نوی پروژی

دلوړو زده کړو سرپرست وزیر میدان وردګ ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې په وردګ لوړو زده کړو مؤسسه کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.


د لوړو زده کړو وزارت وزیر وردګ پوهنتون ته د یو ورځني سفر په لړ کې د میدان وردګ ولایت د والي، رئیسانو، علماوو، جهادي شخصیتونو، محصلینو او استادانو په شمول یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ.  
دغونډې په پيل کې د وردګ پوهنتون رئیس شـ یـخ مـ و لوي صفت الله حقاني د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د لوړو زده کړو وزارت له وزیر شـ یـ خ مـ و لوي نـ دا محمد نـ دیـ م څخه یې مننه وکړه، چې د ځانګړې     

 پاملرنې له امله یې دغه پوهنتون ته تشریف راوړی دی. 
د پوهنتون رئیس د خپلو خبرو په لړ کې د وردګ پوهنتون د ستونزو او لاسته راوړونو په اړه تفصیلي وینا وکړه او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې وغوښتل چې د لیلیو د نشتون په برخه کې د دغې مؤسسې د محصلینو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 
د لوړو زده کړو وزارت وزیر بیا غونډې ته د وینا پرمهال د مختلفو موضوعاتو په اړه محصلینو، استادانو او د پوهنتون مشرتابه ته وړاندیزونه او سپارښتنې وکړې او په نږدې راتلونکي کې یې د لیلیې د جوړولو زیری ورکړ، هغه وویل:

((د لیلیې ستونزه حل شوې ده او په نږدې راتلونکي کې به یې تدارکاتي چارې پیل شي.)) 
شـ یـ خ صاحب دغه راز د پوهنتون محصلین تشویق کړل، ترڅو د ژوند په هره مرحله کې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه واوسي او په خپلو تحصیلي رشتو کې ځانونه ورسوي. د لوړو زده کړو وزیر دغه راز په خپلو خبرو کې د فکري جګړې په وړاندې محصلین او استادان بیدارۍ ته راوبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې خپل اتحاد او اتفاق وساتي.

په یادو پروژو کې د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې د ۱،۲ کیلو مټره داخلي سړکونو اساسي ترمیم، د اوبو کانال پروژې شاملې دي، چې افتتاح او د کرنې پوهنځي فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد سفر پر مهال د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې جوړولو پروژه منظوره کړه. 

ـــــــــــــــــــ

سرپرست وزارت تحصیلات عالی به ارزش ۷۰ میلیون افغانی شماری از پروژه ها را در موسسه تحصیلات عالی وردک افتتاح کرده و به بهره برداری سپرد.

سرپرست وزارت تحصیلات عالی طی سفر رسمی به ولایت میدان وردک، به ارزش ۷۰ میلیون افغانی، شماری از پروژه ها را در موسسه تحصیلات عالی وردک افتتاح کرده و به بهره برداری سپرد.

پروژه های یاد شده شامل ترمیم اساسی ۱،۲ کیلو متر سرک های داخلی و پروژه کانال آب را شامل می شود که از سوی سرپرست وزارت تحصیلات عالی افتتاح و همچنان فارم پوهنځی زراعت این موسسه به بهره برداری سپرده شد.

سرپرست وزارت تحصیلات عالی همچنان در جریان این سفر پروژه ساخت لیلیه موسسه تحصیلات عالی وردک را نیز منظور کرد.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 8:40 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه ترسره شوه

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګڼ شمېر محصلینو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون ترسره شوه.

د «ریښتیني. . .

Thu, Aug 27 2026 9:20 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

Tue, Aug 25 2026 9:13 AM
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

BACK TO NEWS