وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو
د کارکوونکو د خوندیتوب، د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د پیاوړتیا په موخه، وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار د وردګ پوهنتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د اور وژنې آمریت په همکارۍ جوړ شوی و.
په دغه روزنیز سیمینار کې ګډونوالو ته د اورلګېدنې د مخنیوي، د طبیعي پېښو پر مهال د اړینو احتیاطي تدابیرو نیولو، د بېړنیو حالاتو د سم مدیریت او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه اړین معلومات وړاندې شول. همدارنګه، د اور وژنې د وسایلو د سمې او اغېزمنې کارونې په اړه عملي لارښوونې هم وشوې، څو ګډونوال وکولای شي د اړتیا پر مهال له یادو وسایلو څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
